Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د سلیمان د متلونو کتاب
دېرشم فصل
د اګور خبرې
۱ دا د یاقه د زوی اګور خبرې دي. اګور ایتییل ته پیغام ورکوي.
دعا او اقرار
«ای خدایه! زه ډېر ستړی شوی یم
ای خدایه! زه ډېر ستړی او ستومانه یم.
۲ په حقیقت کې زه د هرچا نه ناپوهه یم
او په ما کې د انسان په شان عقل نشته.
۳ ما پوهه او حکمت نه دي زده کړي
او د سپېڅلي ذات د پېژندلو علم نه لرم.
۴ څوک اسمان ته پورته شوی او بېرته راښکته شوی دی؟
چا هوا په موټي کې نیولې او اوبه یې په څادر کې اچولي دي؟
چا دا ټوله ځمکه پیدا کړې ده؟
د هغه نوم څه دی او د زوی نوم یې څه شی دی؟
که ته پوهېږې نو ما ته ووایه!
۵ د خدای د کلام هره خبره سوچه او د باور وړ ده
څوک چې هغه ته پناه وروړي د هغوی دپاره سپر دی.
۶ د هغه په کلام کې یو توری هم مه زیاتوه
هسې نه چې هغه دې ورټي او تا دروغجن ثابت کړي.
۷ نو ای خدایه! ستا نه دوه شیان غواړم
ترڅو مړ شوی نه یم له ما نه یې مه منع کوه.
۸ ما د دروغو او غولوونکو خبرو نه لېرې وساته
ما ته ډېره شتمني او ډېره غریبي مه راکوه
خو ما ته یوازې د هرې ورځې ډوډۍ راکړه
۹ هسې نه چې زه موړ شم او ستا نه منکر شم
او ووایم چې څښتن څوک دی
یا زه غریب شم او غلا وکړم
او ستا نوم ته سپکاوی وکړم.»
د حکمت د خاوندانو نصیحتونه او خبرداری
۱۰ د بادار په مخکې په یو خدمتګار تور مه لګوه
هسې نه چې هغه په تا لعنت ووایي او تا ملامت کړي.
۱۱ داسې خلک هم شته چې په خپل پلار لعنت وایي
او خپله مور مبارکه نه ګڼي.
۱۲ داسې خلک هم شته چې خپل ځان بېګناه ګڼي
خو د بدن چټلي یې لا پاکه شوې نه ده.
۱۳ داسې خلک هم شته چې سترګې یې له کبر نه ډکې دي
او نورو ته تل په سپکه سترګه ګوري.
۱۴ داسې خلک هم شته چې غاښونه یې د تورو په شان تېره دي
او داړې یې د چړو په څېر تېرې دي
ترڅو د غریبانو غوښې پرې وخوري
او مسکینان د ځمکې د مخ نه ختم کړي.
۱۵ د یوې ژورې دوه لورګانې دي
لومړنۍ وایي چې «راکړه!» او بله هم وایي چې «راکړه!»
درې شیان دي چې هېڅکله نه مړیږي
او څلور شیان دي چې هېڅکله «بس!» نه وایي
۱۶ قبر او د شنډې ښځې ګېډه
او وچه ځمکه چې تنده یې نه ماتیږي
او سوځېدونکی اور چې هېڅکله «بس!» نه وایي.
۱۷ هغه سترګې چې په خپل پلار باندې ملنډې وهي
او د خپلې مور نصیحت ته په سپکه ګوري
نو د تنګو درو کارغان به یې سترګې راوباسي
او د ټپوسانو خوراک به شي.
۱۸ درې حیرانوونکې شیان دي
او څلور شیان دي چې زما دپاره د پېژندلو وړ نه دي
۱۹ په هوا کې باز څنګه الوزي
او په تیږه باندې مار څنګه ځي
په بحر کې کشتۍ څنګه لار پیدا کوي
او د یوې ځوانې ښځې سره یو ځوان څنګه یوځای کیږي.
۲۰ دا د زناکارې ښځې طریقه ده
چې کله خواړه خوري او بیا خوله پاکوي
او وایي چې ما خو کوم بد کار نه دی کړی.
۲۱ درې شیان دي چې ځمکه لړزوي
او څلور شیان دي چې هغه یې هېڅکله زغملی نه شي
۲۲ کله چې یو خدمتګار پاچا شي
او بېعقله چې په ګېډه موړ شي
۲۳ کله چې د کرکې وړ ښځه واده شي
او کومه وینځه چې د کور د مېرمن بن شي.
۲۴ څلور شیان دي چې په ځمکه ډېر واړه دي
خو ډېر زیات هوښیار دي.
۲۵ میږیان یو کمزوری مخلوق دی
خو په اوړي کې ځان ته خواړه راټولوي.
۲۶ غرنۍ سویه یو کمزوری حیوان دی
خو د غره په کلکو ګړنګونو کې کور جوړوي.
۲۷ ملخان که څه هم پاچا او مشر نه لري
خو د لښکر په شان ډله ډله روان وي.
۲۸ که چرمښکۍ په لاس کې نیول کېدای شي
خو په پاچاهي ماڼیو کې هم ګرځېدای شي.
۲۹ درې شیان دي چې په ناز تلل کوي
او څلور شیان دي چې په نخرو درانه قدمونه اخلي
۳۰ زمری چې په ټولو ځناورو کې قوي دی
او د هېڅ شي څخه نه وېریږي
۳۱ جنګي چرګ او سېرلی
او هغه پاچا چې هېڅوک یې مخالفت نه شي کولای.
۳۲ که ته د بېعقلتوب په خبرو ځان لوړ ګڼې
او یا چا ته دسیسه جوړوې
نو په خپله خوله باندې دې لاس کېږده
۳۳ ځکه چې د مستو د شاربلو نه کوچ جوړیږي
او په پوزه باندې په ګوزار کولو سره وینه بهیږي
همداسې د غوسې د راپارولو نه جګړه پیدا کیږي.