Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ زه به ووایم سندره د تلپاتې مینې او انصاف
ای څښتنه، تاته به ووایمه زه د ثنا سندره
۲ زه به کومه پام چې خپل ژوند تېر کړم بېګناه
ته به زما مرستې ته کله راځې؟
زه به په خپل کور کې ژوند کومه په صداقت سره
۳ بدو شیانو ته کتلو نه به ډډه کوم
د بېایمانو د کارونو نه زه کرکه کوم
زه به هغوی سره هېڅ کار نه لرم
۴ زه به نه کړم درغلي
هېڅ کار به نه لرم بدۍ سره زه
۵ زه به هغوی له منځه یوسم چې په پټه کړي غیبت د نورو
زغملی نه شم هغه خلک چې لري زړونه کبرجن او مغرورې سترګې
۶ زه نېک ګڼمه هغه خلک چې وفادار دي
هغوی به پرېږدم ما سره واوسیږي
هغه خلک چې بېعیبه دي
وي به هغوی ته اجازه چې خدمت وکړي زما
۷ چلباز به نه اوسیږي زما په کور کې
دروغجن به پاتې نه شي زما حضور کې
۸ نابودوم بدکاره خلک هره ورځ په خپل وطن کې
او خراب خلک به د څښتن له ښاره وشړمه