Afghan Bibles
English · دری · پښتو

د زبورونو کتاب

اول زبور

اول کتاب (زبور ۱ - ۴۱)

رښتینې خوشحالي

۱چې عمل د بد عملو په ویناوو باندې نه کړي

نه په لار د ګناهکارو باندې درومي

مسخرو ډلو کې هم کښېناستل نه کړي

نو بیا هغه بختور دی بختور دی

۲خو شریعت کې د څښتن چې خوشحالیږي

شپه او ورځ کاندي فکرونه په هغې کې

۳په مثال د هغه ونې دی دا شخص

چې ولاړه د ویالې په غاړه شنه وي

چې میوه نیسي په خپل وخت کې مدام

نه یې کله پاڼې وچې ښکاره کیږي

بریالی وي په هر کار کې چې یې کاندي

۴بدکاران داسې هیڅکله نه ښکاریږي

ځکه هر خواته د بوس غوندې بادیږي

۵دغه راز به خدای محکوم ګناهکاران کړي

هم به یې هغه د خپله قومه بېل کړي

۶هدایت به کړي څښتن نېکان به ساتي

بدکاران به تباهۍ ته ور روان شي