چاپرښته ۲۰۲۵ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل
۱ چې عمل د بد عملو په ویناوو باندې نه کړي
نه په لار د ګناهکارو باندې درومي
مسخرو ډلو کې هم کښېناستل نه کړي
نو بیا هغه بختور دی بختور دی
۲ خو شریعت کې د څښتن چې خوشحالیږي
شپه او ورځ کاندي فکرونه په هغې کې
۳ په مثال د هغې ونې دی دا شخص
چې ولاړه د ویالې په غاړه شنه وي
چې مېوه نیسي په خپل وخت کې مدام
نه یې کله پاڼې وچې ښکاره کیږي
بریالی وي په هر کار کې چې یې کاندي
۴ بدکاران داسې هېڅکله نه ښکاریږي
ځکه هر خواته د بوس غوندې بادیږي
۵ دغه راز به خدای محکوم ګناهکاران کړي
هم به یې هغه د خپله قومه جدا کړي
۶ څښتن ته معلومه ده د نېکانو لاره
بدکاران به تباهۍ ته ور روان شي