فصل قبلی

د زبورونو کتاب

لومړی زبور

لومړی کتاب

(زبور ۱‌-‌۴۱)

رښتینې خوشحالي

۱چې عمل د بد عملو په ویناوو باندې نه کړي

نه په لار د ګناهکارو باندې درومي

مسخرو ډلو کې هم کښېناستل نه کړي

نو بیا هغه بختور دی بختور دی

۲خو شریعت کې د څښتن چې خوشحالیږي

شپه او ورځ کاندي فکرونه په هغې کې

۳په مثال د هغې ونې دی دا شخص

چې ولاړه د ویالې په غاړه شنه وي

چې مېوه نیسي په خپل وخت کې مدام

نه یې کله پاڼې وچې ښکاره کیږي

بریالی وي په هر کار کې چې یې کاندي

۴بدکاران داسې هېڅکله نه ښکاریږي

ځکه هر خواته د بوس غوندې بادیږي

۵دغه راز به خدای محکوم ګناهکاران کړي

هم به یې هغه د خپله قومه جدا کړي

۶څښتن ته معلومه ده د نېکانو لاره

بدکاران به تباهۍ ته ور روان شي

فصل قبلی