کپی رایت ۲۰۲۶ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
د زبورونو کتاب
دوهم زبور
د خدای غوره شوی پاچا
۱ ولې په قهر شول نور قومونه دومره؟
ولې بېځایه دسیسې جوړوي دغه قومونه؟
۲ تیاروي ځانونه جنګ ته پاچاهان د جهان
دي لګیا حکمرانان د دسیسو په جوړولو یو له بله سره
د څښتن او د هغه د غوره شوي پاچا په وړاندې
۳ وایي: راځئ چې زنځیرونه مات کړو
د غلامۍ رسۍ به وغورځوو
۴ څښتن چې ناست دی په اسمان کې
په خپل تخت باندې
خاندي ملنډې وهي په پلانونو د دوی
۵ ورکوي دوی ته په خپل قهر اخطار
وېروي دوی په خپل غضب باندې:
۶ ما مقرر کړ خپل پاچا
په خپله پاکه غونډۍ
نوم دی صهیون د غونډۍ
۷ پاچا وایي: زه به اعلان کړم د څښتن فرمان
ما ته وویل هغه چې ته مې زوی زه دې نن پلار شوم
۸ سوال وکړه له ما نه ته
دربه کړم ټول قومونه
نړۍ ټوله به د ستا شي
۹ هغوی به مات کړې
د اوسپنې امسا باندې
د خاورینو لوښو په شان
به دوی سم ټوټې ټوټې کړې
۱۰ شئ هوښیار ای پاچاهانو
تاسو دې نه عبرت واخلئ د نړۍ حکمرانانو
۱۱ د څښتن عبادت وکړئ
ښه په وېره او لړزان
۱۲ زوی ته یې ټیټ کړئ د درناوي سرونه
هسې نه چې دی په قهر شي زر
او خپلو لارو کې هلاک شئ
بختور دی هغه څوک چې پناه وروړي هغه ته