Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ زه په تا باندې ډاډه یمه ای خدایه
زه به وایمه سندرې او د زړه له کومي ستا صفت کومه
۲ ای زما چنګه او ربابه رابېدار شئ!
زه راویښ به سباوون کړم
۳ ستا نه به وکړمه مننه ای څښتنه د قومونو منځ کې
هم به ووایم ستا د ستاینې سندرې د ولسونو منځ کې
۴ له اسمانونو نه ده لوړه ستا تلپاتې مینه
وفاداري دې تر فلکه رسي
۵ خدایه لویي دې کړه ظاهره اسمانونو باندې
په ټوله ځمکه خپل جلال ښکاره کړه
۶ په خپل طاقت دې مونږه وژغوره
او قبوله زما دعا کړه
ترڅو نجات ومومي هغه خلک
د هغه چا سره چې مینه کوې
۷ د خپل سپېڅلي ځای نه خدای خبرې وکړې
«په خوشحالۍ به زه شکیم تقسیم کړم
او د سکوت دره به ووېشم خپل قوم باندې
۸ جلعاد زما دی او منسي مې هم دی
دی افرایم مې د زغرو خولۍ
او یهودا مې شاهانه امسا ده
۹ خو د موآب نه به کار واخلم د لګن په شان
خپلې څپلۍ به د ادوم په لور ګوزارې کړمه
په فلسطین باندې به چیغه د بریا وکړمه»
۱۰ څوک به مې بوځي د برجونو ښار ته؟
څوک به مې بوځي د ادوم ښار ته؟
۱۱ تا په رښتیا سره پرې ایښي یو مونږ؟
زمونږ د لښکرو سره نور نه ځې ته؟
۱۲ مرسته مو وکړه د دښمن په خلاف
نه لري ګټه د انسان مرسته
۱۳ مونږ به کامیاب شو چې خدای مل وي زمونږ
هغه سرکوب به کړي زمونږ دښمنان