Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څښتن وویل زما بادار ته:
«کښېنه زما ښي لاس ته
ترڅو چې ستا دښمنان ستا د پښو لاندې کړم»
۲ ستا پاچاهي به کړي پراخه له صهیونه څښتن
ته به حکومت کوې په خپلو دښمنانو باندې
۳ په هغه ورځ چې کوې جنګ له دښمنانو سره
په خپله خوښه به ستا خلک راشي
سهار وختي لکه د پرخې په شان
ستا ځوانان به تاته راشي سپېڅلو غرو ته
۴ څښتن قسم خوړلی
مات به نه شي هېڅ وخت
چې تر ابده به ته یې کاهن
د ملکصدق د کاهنۍ په شان
۵ څښتن ولاړ دی ستا ښي لاس ته
کله چې شي هغه په قهر نو پاچاهان به کړي مات
۶ محاکمه به کړي قومونه هغه
او د جنګ میدان به کړي له مړو نه ډک
هغه به ورکړي ماتې د دنیا ټولو پاچاهانو ته
۷ هغه به وڅښي اوبه هغې ویالې نه چې په لاره کې ده
شي به قوي، هغه کامیاب به ګرځي