Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ د څښتن ثنا او صفت وکړئ!
ای بندګانو د څښتن، د هغه ثنا او صفت وکړئ
ثنا او صفت وکړئ د هغه د نامه
۲ وي دې ثنا او صفت د څښتن د نامه
له همدااوس نه تر ابده پورې
۳ د لمرخاته نه تر لمر پرېوتولو پورې
ثنا او صفت دې وشي د څښتن د نامه
۴ ټولو قومونو کې اوچت دی څښتن
د هغه جلال له اسمانونو لوړ دی
۵ څوک دی بل داسې زمونږ د څښتن خدای په شان
چې په اوچت ځای کې وي په تخت باندې ناست
۶ خو شي راټیټ به هغه
چې اسمانونه او ځمکه وګوري؟
۷ غریبان پورته کوي هغه له خاورو ځینې
او له نېستۍ نه خلاصوي محتاجان
۸ کښېنوي هغوی د شاهزادګانو سره
د خپل قوم د شاهزادګانو سره
۹ شنډې ښځې ته اولاد ورکوي
او خوشحالوي هغه په خپل کور کې
د څښتن ثنا او صفت وکړئ!