Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ سترګې مې غرونو ته نیولې دي
ماته له کوم ځایه به مرسته راځي؟
۲ ما سره کیږي مرسته د څښتن له خوا نه
چا چې جوړ کړي اسمان او ځمکه
۳ تا به پرېنږدي چې وښویېږې
د ستا ساتونکی بېداره پاتې کیږي
۴ په رښتیا څوک چې ساتونکی دی د اسراییلو
بېداره پاتې کیږي او هېڅکله نه ویده کیږي
۵ څښتن ساتونکی دی ستا
څښتن د سیوري په شان تا سره دی
۶ نه به لمر د ورځې تاته کوم زیان رسوي
او نه سپوږمۍ په شپه کې
۷ تا به څښتن له هر ضرره ساتي
او تا به خوندي ساتي
۸ په تلو راتللو کې به دې ساتي څښتن
له همدااوس نه تر ابده پورې