Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ څوک چې څښتن باندې توکل کوي
دي د صهیون د غره په شان هغوی
چې هېڅکله نه لړزیږي او ټینګ وي تل دپاره
۲ لکه څنګه چې ساتنه کیږي له اورشلیم نه
په غرونو له هرې خوا نه
داسې څښتن کوي ساتنه د خپل قوم څخه
له همدااوس نه تر ابده پورې
۳ بدکاران به همېش نه کوي حکومت
په هغې ځمکې چې ورکړل شوې ده نېکانو ته
هسې نه چې نېکان خلک شي اخته بدو کارونو باندې
۴ کوم خلک چې ښه وي ای څښتنه، کوه ښه ورسره
د هغه چا سره چې زړونه یې پاک وي
۵ خو بدکارانو ته چې څښتن کله سزا ورکوي
نو سزا دې ورکړي هغو کسانو ته هم
چې ګرځېدلي ستا له لارې څخه
سلامتي دې وي په اسراییلو باندې