0:00 / 0:00

زبور شريف

پينځلسم زبور

د عبادت اصُول. د حضرت داؤد يو زبور

د خُدائ پاک اراده او رضا

۱ څوک مالِکه خُدايه ستا مقدس کور کښې عبادت ته داخلېدے شى؟

ستا په مقدس غر څوک ستا حضور کښې اوسېدے شى؟

۲ هغه څوک چې وى بې‌عېبه او ښۀ کارونه کوى،

او د زړۀ د اخلاص نه رښتيا خبرې کوى.

۳ څوک چې نۀ کړى غېبتونه او په ګاونډى نۀ کوئ ظلمونه

او نۀ په خپلو دوستانو باندې بد وائى،

۴ چې منکرانو ته سپک ګورى

او د مالِک خُدائ د وفادارانو قدر کوى،

کۀ هر څومره ورته سخته وى

خو بيا هم مدام ټينګ ولاړ وى په خپل عهد او پيمان،

۵ د قرض په بدل کښې چې څوک نۀ وى سود خواران

او څوک چې د بې‌ګناه خلاف رشوت نۀ قبلوى.

نو داسې چې څوک کوى هغه به قائم وى مدام.