0:00 / 0:00

زبور شريف

شپاړسم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

په خُدائ پاک ايمان او يقين

۱ اے پاکه خُدايه، ما وساته په خپل امان،

پناه مې راوړه تا ته او شه مې نګهبان.

۲ ما ووئيل مالِک خُدائ ته، ”تۀ زما مالِک يې،

زما دغه ټول برکتونه او ښېګړې له تا نه دى.“

۳ په زمکه باندې ټول مؤمنان دى رښتينې شريفان،

په دوئ کښې زما خوشحالى ده.

۴ خو اخته به شى هغه خلق په خفګان

چې د خُدائ نه غېر منى نور خُدايان.

نۀ به اخلم برخه د هغوئ په قربانيانو

نۀ به واخلم د هغوئ د معبودانو نومونه په زبان.

۵ تۀ يې اے مالِکه خُدايه زما ټول نصيب او برکتونه،

او زما د هر څيز ساتونکے يې تۀ په خپله.

۶ تا ما له په برخه کښې راکړى دى ښۀ ځايونه،

بې‌شکه چې عجيبه دى ستا ميراثونه.

۷ زۀ به د هغه مالِک خُدائ ادا کړم ثناء او صِفتونه څوک چې ما له کوى هدايتونه،

خپل زړۀ راته د شپې هم کوى لارښودنه.

۸ مالِک خُدائ همېشه راسره دے زۀ په دې پوهېږم.

هغه په خوا کښې راسره دے نو زۀ به نۀ غورزېږم.

۹ نو ځکه مې زړۀ خوشحاله دے خوشحالېږم،

ژوند کوم او په امان کښې اوسېږم،

۱۰ زما روح به تۀ پرې نۀ ږدې په عالمِ ارواح کښې،

خاورې کېدو ته به پرې نۀ ږدې تۀ خپل قُدوس.

۱۱ تۀ به ما ته ‎د ژوندون لارښودنه وکړې،

د خپل حضور خوند به ما له راکړې،

تا سره د تل ژوندون خوشحالى به ما له راکړې.