د زبورونو کتاب

شپاړسم زبور

د ډاډګېرنې دعا

(د داود زبور)

۱ ته مې وساته ای خدایه، زه پناه غواړم له تا نه

۲ ما دا وویل څښتن ته: «ته زما څښتن یې

ټول زما نعمتونه دي د ستا له خوا نه»

۳ د وطن سپېڅلي خلک، شریف خلک دي!

په هغوی کې زما ټوله خوشحالي ده

۴ چې ځغلي څوک نورو خدایانو پسې

د هغو خلکو به غمونه زیات شي

د هغو خلکو قربانیو کې به نه شم شریک

نه به یې نومونه د خدایانو واخلم

۵ ته زما دپاره هرڅه یې څښتنه

زه چې هر شي ته محتاج شم هغه ته راکوې ماته

زما قسمت ستا په لاسونو کې دی

۶ تا ماته په برخه کې راکړي ښه ځایونه دي

هېڅ په کې شک نشته چې ښایسته زما میراث دی

۷ کوم ستاینه د څښتن چې کوي ماته لارښوونه

حتی په شپه کې مې وجدان راته کوي سمه ښودنه

۸ څښتن تل زما سره دی زه پوهېږم

هغه موجود دی زما ښي لاس ته

نو زه به نه غورځېږم

۹ نو زما زړه دی خوشحال او خوشحالي کومه

هم بدن مې دی په امن

۱۰ ځکه چې ته به ما پرېنږدې د مړو په دنیا کې

او ته به پرېنږدې مړی د خپل سپېڅلي خادم

چې شي خراب

۱۱ راښایې ماته د ژوندون لاره

ډک دی زما زړه د خوشحالۍ نه ستا دیدار سره

ستا ښي لاس ته ناست به تل خوشحاله یم