کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ ته مې وساته ای خدایه، زه پناه غواړم له تا نه
۲ ما دا وویل څښتن ته: «ته زما څښتن یې
ټول زما نعمتونه دي د ستا له خوا نه»
۳ د وطن سپېڅلي خلک، شریف خلک دي!
په هغوی کې زما ټوله خوشحالي ده
۴ چې ځغلي څوک نورو خدایانو پسې
د هغو خلکو به غمونه زیات شي
د هغو خلکو قربانیو کې به نه شم شریک
نه به یې نومونه د خدایانو واخلم
۵ ته زما دپاره هرڅه یې څښتنه
زه چې هر شي ته محتاج شم هغه ته راکوې ماته
زما قسمت ستا په لاسونو کې دی
۶ تا ماته په برخه کې راکړي ښه ځایونه دي
هېڅ په کې شک نشته چې ښایسته زما میراث دی
۷ کوم ستاینه د څښتن چې کوي ماته لارښوونه
حتی په شپه کې مې وجدان راته کوي سمه ښودنه
۸ څښتن تل زما سره دی زه پوهېږم
هغه موجود دی زما ښي لاس ته
نو زه به نه غورځېږم
۹ نو زما زړه دی خوشحال او خوشحالي کومه
هم بدن مې دی په امن
۱۰ ځکه چې ته به ما پرېنږدې د مړو په دنیا کې
او ته به پرېنږدې مړی د خپل سپېڅلي خادم
چې شي خراب
۱۱ راښایې ماته د ژوندون لاره
ډک دی زما زړه د خوشحالۍ نه ستا دیدار سره
ستا ښي لاس ته ناست به تل خوشحاله یم