Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
اتلسم زبور
د داود د بریالیتوب سندره
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د څښتن د خدمتګار داود زبور کله چې څښتن داود د شاوول او د هغه د نورو ټولو دښمنانو څخه خلاص کړ. هغه دا زبور ووایه.)
(دوهم سموییل ۲۲:۱-۵۱)
۱ ته زما قوت یې ای څښتنه په ما ګران یې
۲ څښتن زما دپاره دی لکه قوي ګټ په شان
دی زما قوي کلا
زما ژغورونکی زما خدای دی
زما امن دی هغه کې
کوي ساتنه زما لکه د سپر په شان
دی زما قوي ژغورونکی
او د امن پناه ځای دی زما
۳ مرسته غواړم له څښتنه
چې لایق دی د صفت
خلاصوي مې هغه
ما له خپلو دښمنانو
۴ د مرګ رسۍ رانه راتاوې شولې
د بربادۍ سېلابو واخیستمه
۵ د ګور په رسۍګانو کې راګېر یمه زه
مرګ راته لاره کې خپل دام ایښی ؤ
۶ په خپل تکلیف کې مې څښتن ته غږ کړ
کومک دپاره مې خپل خدای ته غږ کړ
زما اواز یې په خپل کور کې واورېد
زما فریاد یې د کومک واورېد
۷ بیا ځمکې وخوړ ټکان ولړزېدله
خوځېدل د غرو بېخونه په لړزه شول
ځکه په قهر ؤ خدای
۸ شو له سپېږمو نه یې راپورته لوګی
بلې لمبې او سرې سکروټې یې بادېدلې د خولې
۹ هغه کړې خلاصې دروازې د اسمانونو او شو راښکته
تورې ورېځې وې د ده ترپښو لاندې
۱۰ په اسماني مخلوق شو سپور والوته
سپور شو په وزرو د باد زر راغی
۱۱ ځان ته جوړه یې پرده کړه له تیارې نه
د اوبو ډکې تورې ورېځې وې چاپېره د ده
۱۲ د جلال نه د هغه د حضور شولې خورې ورېځې
ږلۍ او سرې سکروټې ورېدې لکه باران
۱۳ لکه تندر څښتن وکړلې خبرې له اسمانه
شو اواز د خدای تعالی په اورېدو
د سکروټو او ږلۍ له منځ نه
۱۴ وویشتل هغه خپل غشي،
دښمنان یې تار په تار کړل
د برېښنا په پړکېدو یې وارخطا کړل
۱۵ بیا ستا په رټلو باندې ای څښتنه
ستا د تنفس په انفجار سره
تل د دریاب هم راښکاره شولو
لوڅ پراته وو د ځمکې بنیادونه
۱۶ له اسمانه څښتن لاس خپل کړ
رااوږد ویې نیولم
له ژورو اوبو ده راوویستلم
۱۷ زه یې کړمه له قوي دښمنه خلاص
او له هغو چې نفرت یې کړ له ما نه
دوی وو ډېر قوي له ما نه
۱۸ هغه وخت کې چې زه ومه په تکلیف کې
دوی حمله وکړه په ما
خو څښتن راڅخه وکړ ملاتړ
۱۹ له خطره یې کړم بچ مرسته یې وکړه
ځکه یې کړم بچ چې ؤ راضي له ما
۲۰ څښتن اجر راکوي ځکه کړم کارونه نېک
یم بېګناه ځکه انعام راکوي ما ته
۲۱ ما د څښتن د قوانینو اطاعت کړی دی
نه مې مخ دی اړولی له خپل خدای نه د بدۍ په خاطر
۲۲ ما عمل کړی د هغه ټولو حکمونو باندې
نافرماني مې کړې نه ده له قوانینو د ده
۲۳ هغه پوهیږي زه بېعیبه یمه
بدو کارو نه مې ساتلی دی ځان
۲۴ نو اجر راکړی څښتن ځکه کړم کارونه نېک
هغه پوهیږي بېګناه یمه زه
۲۵ ای څښتنه، وفادار یې هغه چا ته چې وي تا ته وفادار
تل نېکي کړې د هغو سره چې وي بېعیبه
۲۶ پاک ته خپل ځان ښکاره کوې پاک
ټګمار ته ځان پېچلی
۲۷ ته عاجزانو ته نجات ورکوې
خو کبرجن ټیټوې
۲۸ ای څښتنه زما خدایه، ساتې زما څراغ روښانه
هم تیاره مې بدلوې په رڼا باندې
۲۹ راکوې راته قوت چې کړم حمله په دښمن
راکوې راته قدرت په دېوالونو د ختلو
۳۰ ګوره زما خدای څومره کامل یې عملونه دي
څومره د باور یې ټول لوظونه دي
هغه دی سپر هغوی ته
ټول چې پناه راوړي هغه ته
۳۱ ځکه څوک دی خدای بې له څښتنه؟
څوک کړي دفاع زمونږه بې له هغه نه؟
۳۲ هغه خدای دی چې قوت راکوي ما ته
هغه خدای دی چې خوندي مې ساتي لاره
۳۳ زه یې کړم ثابت قدم لکه هوسۍ
او په غرونو کې مې ساتي خوندي
۳۴ هغه ما تیاروي د جنګ دپاره
ترڅو زه کړمه راکش لینده د برنجو
۳۵ سپر راکوې د خپل خلاصون ما ته
مرسته کوي ستا ښي لاس زما سره
زه قوي کړی ستا کومک یمه
۳۶ پراخوې زما د پښو لاره
ځکه نه ښوییږي پښې زما هېڅکله
۳۷ دښمنان تعقیبوم او وررسېږم
نه راګرځم تر هغې چې یې نابود کړم
۳۸ داسې یې وهم چې پاڅېدلی نه شي
دي زما د پښو لاندې نسکور پراته
۳۹ راکوې ما له ته قوت د جګړې
غورځوې ما ته په پښو کې دښمنان
۴۰ مجبوروې ته دښمنان زما تېښتې ته
تباه کوم هغه چې کرکه کړي زما
۴۱ دوی د کومک دپاره کړي فریاد
نشته څوک چې کړي دوی خلاص
وهي چیغې دوی څښتن ته
هغه نه ورکوي دوی ته ځوابونه
۴۲ لکه د دوړې میده کومه یې زه
چې هر خوا یې والوزوي بادونه
داسې یې ایسته غورځوم
لکه د خټو د کوڅو په شان
۴۳ تا زه خلاص کړمه د سرکښانو
او په قومونو دې سردار کړمه
اوس هغه خلک مې خدمتونه کوي
څوک چې پخوا نه پېژندل ما کله
۴۴ هم بېګانه خلک زما په مخکې ټیټوي سرونه
چې کله اوري زما په هکله اطاعت مې کوي
۴۵ دوی بایلي خپل همتونه
په لړزه باندې راوځي دوی له خپلو کلاګانو
۴۶ څښتن ژوندی دی!
وي دې ثنا زما ساتونکي ته!
کړئ اعلان لویي د هغه خدای چې مې ژغوري
۴۷ راکوي ما ته توفیق چې بدل واخلم له دښمنه
راولي زما د قدرت لاندې قومونه
۴۸ او خلاصوي ما له خپلو دښمنانو
ای څښتنه راکوې راته بریا په دښمنانو
او ته مې ساتې له ظالمو انسانانو
۴۹ نو ځکه ای څښتنه، کوم ستاینه ستا
د قومونو منځ کې
ثنا او صفت ستا د نامه کومه
۵۰ خدای ورکوي لویې بریاوې خپل پاچا ته
کوي تلپاتې مینه د خپل غوره شوي سره
تل ترتله د داود او د هغه د اولادې سره