0:00 / 0:00

زبور شريف

شلم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د کاميابۍ دپاره دُعا

۱ په وخت د مصيبت کښې دې مالِک ستا فرياد واورى،

د يعقوب د خُدائ پاک نوم دې د هر نقصان نه ستا حفاظت وکړى.

۲ هغه دې ستا مدد وکړى د خپل مقدس ځائ نه

او داسې به طاقت درکوى د صيون نه.

۳ ټولې قربانۍ دې ستا قبولې کړى

ټولې سوزېدونکې نذرانې دې ستا منظورې کړى.

۴ هغه دې ستا د زړۀ ارمان پوره کړى

کاميابه دې هغه ستا منصوبې کړى.

۵ نو ستا په کاميابۍ به چغې د خوښۍ ووهو

د خپل خُدائ د نوم جنډې به اوچتې کړُو.

مالِک خُدائ دې جواب درکړى ستا د ټولو سوالونو.

۶ اوس زۀ په دې پوهېږم چې مالِک خُدائ به خپل غوره شوے بادشاه بچ کړى،

هغه به د خپل پاک آسمان نه جواب ورکړى

په خپل لوئ طاقت سره به يې هغه بچ کړى.

۷ څوک فخر کوى په جنګى ګاډو او څوک په آسونو،

خو مونږ د مالِک خُدائ د خپل خُدائ پاک په نوم فخر کوُو.

۸ دا قومونه به په ګوډو شى او راوبه غورزيږى،

خو مونږ به راپاڅو او ټينګ به ودرېږو.

۹ ورکړه فتح زمونږ بادشاه له، اے مالِکه خُدايه،

کله چې تا ته سوال کوُو مونږ ته جواب راکړه.