0:00 / 0:00

زبور شريف

يويشتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د کاميابۍ دپاره د مالِک خُدائ ثناء

۱ مالِکه خُدايه، بادشاه ستا په طاقت څنګه خوشحالى کوى.

ځکه چې هغه ستا په فتح ورکولو څومره لويه خوشحالى کوى.

۲ تا دے ورکړے د هغۀ د زړۀ ارمان

تا نۀ دے رد کړے د هغۀ د خولې بيان.

۳ تا هغه په ډېرو کاميابو او برکتونو معمور کړے دے

تاج دې د خالص سرو زرو ورپه سر کړے دے.

۴ چې د ژوند سوال يې له تا کړے دے نو تا يې سوال قبول کړے دے

نو د تل دپاره تا د هغۀ ژوند اوږد کړے دے.

۵ ستا په خلاصون او مدد هغۀ وموندو عزت،

تا هغۀ له ورکړو شُهرت، شان او شوکت.

۶ هغۀ له دې ورکړے برکت نۀ ختمېدونکے

ورکړے خپل ديدار دې ورته زړۀ خوشحالوونکے.

۷ ځکه چې بادشاه په مالِک خُدائ باندې ايمان لرى،

د خُدائ تعالىٰ په مينه هغه به تل د تيندکونو نه بچ وى.

۸ نو تۀ به خپل ټول دشمنان راګېر کړې،

څوک چې درنه نفرت کوى نو هغه هر يو به په خپل ښى لاس راګېر کړې.

۹ کله چې تۀ راښکاره شې په هغوئ به د بټۍ په شان اور بل کړې.

مالِکه خُدايه ستا د غضب اور به دوئ تير کړى او ستا اور به يې تباه کړى.

۱۰ تۀ به د هغوئ اولاد د زمکې نه جارُو کړې،

تۀ به هغوئ له نسل ورنۀ کړې.

۱۱ کۀ څۀ هم بدې ارادې لرى تا ته او نېتُونه يې خراب شى

خو کاميابه به هيڅکله د هغوئ منصوبې نۀ شى.

۱۲ تۀ به کړې هغوئ دې ته جوړ چې په شا شى

دوئ چې کله ستا د ليندې غشو ته مخامخ شى.

۱۳ راپاڅه اے مالِکه خُدايه، په خپل ټول قدرت،

مونږ به ووايو سندرې او ثناء ستا د زور او طاقت.