0:00 / 0:00

زبور شريف

دوويشتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور چې د سحر هوسۍ په ساز کښې به وغږولے شى

د مدد درخواست او د ثناء صِفت سرودونه

۱ اے زما خُدايه، اے زما خُدايه، زۀ دې ولې پرېښودلم؟

تۀ ولې رانه لرې شوے يې او د مدد فرياد مې نۀ اورې؟

۲ په ورځ کښې تا ته فرياد کوم زما خُدايه خو تۀ جواب نۀ راکوې،

هره شپه تۀ زما آواز اورې، خو ما ته هيڅ آرام رانۀ شى.

۳ خو ستا پاکه هستى پاس په تخت،

اِسرائيليان کوى ستا ثناء صِفت.

۴ زمونږ پلار نيکۀ په تا لرلو ايمان،

او تۀ شوې د هغوئ نګهبان.

۵ دوئ تا ته فريادونه وکړل تا خلاصون ورکړو،

هغوئ مايوسه نۀ شول په تا چې چا اطمينان وکړو.

۶ خو زۀ چينجے يم او انسان نۀ يم،

سپک راته ګورى د ټولو د خندا يم.

۷ څوک چې راته ګورى خندا راپورې کوى،

دوئ سرونه خوځوى راته سپک ګورى.

۸ دوئ وائى چې، ”لرلو يې په مالِک خُدائ اطمينان آيا دا هغه څوک دے،

خو مالِک خُدائ دې اوس دے بچ کړى.

ځکه چې مالِک خُدائ بې‌شانه مينه ورسره کوى.“

۹ تا د مور د خېټې نه په سلامتۍ رابهر کړم،

ما له دې باور راکړو زۀ دې د مور په سينه لوئ کړم.

۱۰ د پېدايښت نه ستا لاسونو ته وسپارلے شوم،

تۀ زما خُدائ يې د کوم وخت نه چې پېدا شوم.

۱۱ زما نه لرې مۀ ودرېږه ځکه چې مصيبت را په سر دے،

او ستا نه علاوه بل څوک نشته چې وى زما مددګار.

۱۲ د ډېرو غوَيانو په شان دشمنانو راګېر کړے يم،

لکه د بسن د يروونکو غوَيانو غوندې يې ګېر کړے يم.

۱۳ زما خلاف يې د زمرو په شان خپلې خولې وازې کړې دى

په غړمبار سره ما څيرى.

۱۴ توئ شوے يم زۀ لکه اوبو په شان،

هډوکى د جوړونو نه مې شوى دى بې‌ځايه.

زړۀ زما ويلى شو د موم په شان،

۱۵ ټول زور مې خُشک شو د خاورين لوښى په شان،

ژبه مې تالو پورې شوه چسپان،

په خاورو کښې تا پرېښے يم د مړى په شان.

۱۶ د سپو په شان دشمنانو راګېر کړے يم،

د بدکارانو قبيلې راګېر کړے يم،

دوئ ‎په پښو لاسو زخمى کړے يم.

۱۷ ټول هډوکى خپل شمېرلے شم،

دشمنان راته راګورى او په ما خوشحاليږى.

۱۸ هغوئ په خپلو کښې تقسيموى جامې زما

په خپلو کښې خسڼے پرې وباسى په جامو زما.

۱۹ اے مالِکه خُدايه زما نه لرې مۀ ودرېږه،

تۀ زما زور او طاقت يې زر زما مدد دپاره راشه.

۲۰ ما د تُورې د خولې نه بچ کړه،

د دغه سپو نه زما قيمتى ژوند بچ کړه.

۲۱ د زمرو د خولې نه ما راوباسه،

او ما د ځنګلى غوَيانو د ښکرو نه په امان کړه.

۲۲ زۀ به خپلو خلقو ته ستا د نوم لوئى بيان کړم،

ستا ثناء صِفت به زۀ د جماعت په مينځ کښې وکړم.

۲۳ تاسو څوک چې د خُدائ نه يرېږئ د مالِک خُدائ ستائينه وکړئ،

اے د يعقوب اولاده، تاسو هغۀ له عزت ورکړئ،

اے بنى اِسرائيلو تاسو ټول د هغۀ عزت وکړئ.

۲۴ ځکه هغۀ نۀ د حاجتمندانو درد ته سپک وکتل،

او نۀ هغۀ د هغوئ ضرورتونو ته شا کوى

نو هغه د هغوئ فريادونه اورى.

۲۵ زۀ به په لويه ډله کښې ستا ثناء صِفت وکړم،

د مؤمنانو په وړاندې به زۀ خپل نذرونه پېش کړم.

۲۶ غريبانان به ماړۀ او مطمئن شى،

د مالِک خُدائ ټول لټوونکى به ثناء خوان شى

د هغوئ زړونه دې د تل دپاره خوشحاله وى.

۲۷ ټوله دُنيا به مالِک خُدائ ياد کړى او هغۀ ته به راوګرځى،

د دُنيا ټول قومونه او هر خاندان به هغۀ ته سجده وکړى.

۲۸ ځکه چې مالِک خُدائ بادشاه دے

او د هغۀ په قومونو حکومت دے.

۲۹ د دُنيا ټول کبرژن به هغۀ ته په تعظيم شى،

څوک چې فانى دى هغه ټول به ورته په سجده شى

هغوئ به خپل ځانونه ژوندى ساتلے نۀ شى.

۳۰ راتلونکے نسل به يې خِدمت کوى،

د مالِک خُدائ بيان به راتلونکى نسل ته کوى.

۳۱ هغه څوک چې لا پېدا نۀ دى د هغۀ د خلاصون نه به خبر شى

دوئ به د هغۀ د ټولو کارنامو نه خبر شى.