0:00 / 0:00

زبور شريف

درويشتم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

مالِک دے شپون زما

۱ مالِک خُدائ دے شپون زما،

نو د هيڅ څيز حاجت نشته دے زما.

۲ راکوى آرام په شين چمن کښې ما له،

بوځى مې هغه د آرامو اوبو خوا له.

۳ هغه راکوى تازه او نوے قوت ما له،

په نېغه لار مې بيائى د خپل نوم دپاره.

۴ کۀ څۀ هم د مرګ وادۍ نه زۀ تېرېږم،

خو تۀ زما په څنګ يې نو نۀ يرېږم،

ستا په چوکه او امسا زما تسلى ده.

۵ تۀ زما د دشمنانو په وړاندې تياروې ډېر خوراک ما له،

تۀ مې سر په تېلو غوړوې نو په دې عزت راکوې ما له،

تۀ د خپل برکت نه تر څنډو ډکوې پياله ما له.

۶ بې‌شکه ستا نېکى او مينه به وى زما د ټول ژوند دپاره،

زۀ به د مالِک خُدائ کور کښې اوسېږم د تل دپاره.