0:00 / 0:00

زبور شريف

اووۀ دېرشم زبور

د حضرت داؤد يو زبور

د بدکارانو او مقدسينو اَنجام

۱ د بدکارانو په حقله ځان مۀ پرېشانوه،

او د ګناهګارانو کارونو ته نيت مۀ بدوه.

۲ ځکه دوئ به اوچ شى د واښو په شان،

او شى به مړاوى د بوټو شنو په شان.

۳ په مالِک خُدائ توکل وکړه او نېکى کوه،

نو په زمکه باندې په امن سره ژوندون کوه.

۴ په مالِک خُدائ کښې خوشحاله اوسه،

نو هغه به پوره کړى ستا د زړۀ ارمانونه.

۵ هر څۀ چې تۀ کوې هغه خپل مالِک خُدائ ته وسپاره،

په هغۀ يقين لره هغه به شى ستا مددګاره.

۶ هغه به ستا رښتينوالے لکه د سحر هسې روښانه کړى،

او تا سره اِنصاف به لکه د غرمې د نمر هسې روښانه کړى.

۷ د مالِک خُدائ په وړاندې چپ ودرېږه،

او په صبر سره د هغۀ فېصلو ته انتظار کوه،

او د بدکارانو په کاميابۍ او منصوبو مۀ خفه کېږه.

۸ تۀ قهر او غصه مۀ کوه او مۀ خفه کېږه،

دا به صرف تا د نقصان په طرف پرېږدى.

۹ ځکه چې تباه به شى بدکاران،

څوک چې په مالِک خُدائ لرى ايمان،

دوئ به شى ضرور د زمکې وارثان.

۱۰ په لږ وخت کښې به فنا شى بدکاران،

تاسو به يې لټون کوئ خو پېدا به نۀ شى بدکاران.

۱۱ د زمکې وارثان به جوړ شى عاجزان،

په خوشحالۍ سره به اوسيږى په امان.

۱۲ بدکاران د صادقانو خلاف منصوبې جوړوى

او د غصې نه ورته خپل غاښونه چيچى.

۱۳ مالِک خُدائ شريرانو پورې خاندى،

ځکه چې هغه د دوئ د قضا ورځ وينى.

۱۴ راکاږى ليندې، خپله تُوره راوباسى بدکاران،

ترڅو چې پرې مړۀ کړى غريبان او مظلومان،

او چې مړۀ کړى هغوئ څوک دى صادقان.

۱۵ خو په خپلو تُورو به سورې شى هم د دوئ زړونه

او د دوئ ليندې به ماتې شينه

۱۶ د يو صادق چې لږ مال او دولت وى،

د بدعملو د ډېر دولت نه به قيمتى وى.

۱۷ او مالِک خُدائ به د بدعملو زور ختم کړى،

خو د صادقانو به حفاظت وکړى.

۱۸ هر وخت د مالِک خُدائ د نېکانو په ژوندون باندې نظر وى،

او هغوئ ته به هغه ميراث ورکړے شى چې ابدى وى.

۱۹ په وخت د مصيبت کښې به هغوئ شرمنده نۀ شى،

او دا چې د قحط په ورځو کښې به هغوئ ماړۀ شى.

۲۰ خو بدکاران به فنا شى،

او د مالِک خُدائ دشمنان به لکه د صحرا د ګلونو په شان ختم شى،

او لکه د لوګى په شان به د نظر نه فنا شى.

۲۱ قرض اخلى او هيڅکله يې نۀ واپس کوى بدکاران،

خو ورکوى خير خېرات په سخاوت سره صادقان.

۲۲ مالِک خُدائ چې چا ته برکت ورکړى دوئ به د زمکې وارثان شى،

خو په چا چې لعنت وکړى د دُنيا نه به فنا شى.

۲۳ کۀ مالِک خُدائ د نېکانو د کردار نه خوشحاله وى،

هغه د هغوئ قدمونه سموى.

۲۴ کۀ تيندک وخورى نو وبه نۀ غورزيږى،

ځکه چې مالِک خُدائ يې په خپلو لاسونو کښې اوچتوى.

۲۵ ځوان ومه، بوډا شومه، صادقان مې بې‌اسرى ليدلى نۀ دى،

او د هغوئ بچى مې د روټۍ په سوال ليدلى نۀ دى.

۲۶ په آزاد لاس ورکوى سخاوتونه نېکان،

د دې برکتونه به وګورى د هغوئ بچيان.

۲۷ د بدو لاس په سر شئ، ښۀ کارونو ته ځان سپارئ،

نو بيا به تاسو ټول عمر په دُنيا کښې اوسېږئ.

۲۸ مالِک مينه کړى د اِنصاف سره او هغه به هيڅکله ‎پرې نۀ ږدى نېکان،

هغه به دوئ وساتى په امان خو تباه به شى اولاد د بدکاران.

۲۹ خو نېکانو ته به زمکه په ميراث کښې ورکړى،

او صادقان به تر ابده په کښې سکونت کړى.

۳۰ نېکان خلق خبرې د حکمت کړى،

او د هغوئ ژبه د اِنصاف خبرې کړى.

۳۱ د خُدائ پاک قانون د هغۀ په زړۀ کښې دے،

نو ځکه د سمې لارې نه نۀ ښوئيږى د هغۀ پښې.

۳۲ بدکاران صادقانو ته پټ ناست وى، ‎

او د هغوئ د قتلولو موقع لټوى.

۳۳ مالِک خُدائ به يې هغوئ ته حواله نۀ کړى،

په وخت د عدالت به صادقان مجرمان نۀ کړى.

۳۴ او په مالِک خُدائ باندې توکل کوئ او د هغۀ د حُکمونو اِطاعت کوئ،

هغه به تا اوچت کړى چې زمکه درله درکړى.

او تۀ به وګورې چې بدعمله تباه کړى.

۳۵ ما بې‌رحمه او ظالمان ليدلى دى،

لکه څنګه چې شنه ونه په خپل ځائ کښې لوئيږى.

۳۶ خو چې دوباره مې وليدل، هغوئ د دُنيا نه تلى وُو،

ما چې کله هغوئ لټول نو بيا نۀ وُو.

۳۷ نېکانو او صادقانو ته وګوره،

د دوئ آئنده به وى په خير سره.

۳۸ خو باغيان به ټول تباه شى،

او د هغوئ نسل به نيست و نابود شى.

۳۹ مالِک خُدائ نېکانو ته خلاصون ورکوى،

او هغه په وخت د مصيبت کښې دوئ ته پناه ورکوى.

۴۰ مالِک خُدائ د هغوئ مدد کوى، او د بدعملو نه خلاصون ورکوى،

هغه دوئ بچ کوى ځکه چې دوئ د هغۀ نه پناه اخلى.