0:00 / 0:00

زبور شريف

اتۀ دېرشم زبور

د حضرت داؤد يو زبور خُدائ پاک ته سوال کول چې هغه ياد ساتى

د يو بيمار د تکليف په وخت دُعا

۱ اے مالِکه خُدايه، په خپل قهر کښې ما مۀ رټه

تۀ په خپله غصه کښې سزا ما ته مۀ راکوه.

۲ ځکه چې ستا غشو سورے کړے يم،

او په خپل لاس دې وهلے يم.

۳ ستا د قهر په وجه زما وجود کښې بيمارى ده،

زما د ګناه په وجه هډوکى مې مات شوى دى.

۴ زما ګناهونه په ما باندې غالب شوى دى،

د ګناه دا پنډ د وړلو د برداشت نه بهر شوے دے.

۵ پرهرونه مې ټول سخا شول بوئ ترې روان شوے دے،

زما د کم عقلتوب په وجه مې ځکه دا حال دے.

۶ زۀ کوږ شوے خراب شوے يم،

زۀ د درد په وجه ټوله ورځ غمژن يم.

۷ او ملا مې د سرې تبې په وجه سوزيږى،

او په بدن کښې مې دم نشته ختميږى.

۸ زۀ کمزورے شوے بلکل تباه شوے يم،

زۀ زبيرګى کوم په زړۀ باندې غمژن يم.

۹ اے مالِکه خُدايه، زما ټول ارمانونه ستا په وړاندې ښکاره دى،

او زما اسويلى آهونه ستا نه پټ نۀ دى.

۱۰ زړۀ زما درزيږى زما زور په ختمېدو دے،

تر دې چې مې نظر د سترګو په ختمېدو دے.

۱۱ د بيمارۍ په وجه زما دوستان او ملګرى زما نه په ډډه ودريږى،

تر دې چې خپل خاندان هم رانه لرې لرې کيږى.

۱۲ دشمنانو راته اېښى دى دامونه هغوئ ما قتلول غواړى،

زما د تباهۍ منصوبې جوړوى څوک چې ما ته نقصان رسول غواړى،

دوئ ټوله ورځ منصوبې جوړوى راسره دوکه کول غواړى.

۱۳ خو زۀ لکه د يو کُوڼ په شان هيڅ نۀ اورم،

او زۀ د يو ګونګا په شان شوے يم څۀ نۀ وايم.

۱۴ زۀ د يو داسې کس په شان شوے يم چې اورېدے نۀ شى،

او په خولۀ باندې هيڅ جواب ورکولے نۀ شى.

۱۵ زۀ ستا په طمع يمه، اے مالِکه خُدايه.

اے مالِکه خُدايه تۀ جواب راکړه، ما له زما پاکه خُدايه.

۱۶ زۀ تا ته کوم سوال دوئ ما پورې خندا ته مۀ پرېږده

کله چې زۀ پرېوځم هغوئ مۀ خوشحالوه.

۱۷ ځکه زۀ غورزېدو ته نزدې شوے يم،

او مسلسل دردونو راګېر کړے يم.

۱۸ زۀ د خپلو ټولو ګناهونو اقرار کوم،

زۀ په خپلو ګناهونو ډېره پښېمانتيا کوم.

۱۹ زما دشمنان ډېر او تکړه دى،

ډېر دى چې بې‌وجې ما نه نفرت کوى.

۲۰ د ښو په ځائ دوئ ما سره بد کوى

زۀ نېکى کوم په دې وجه هغوئ ما سره بدى کوى.

۲۱ اے مالِکه خُدايه، ما مۀ پرېږده،

اے زما پاکه خُدايه، زما نه لرې مۀ ودرېږه.

۲۲ زر راشه او زما مدد وکړه،

اے مالِکه خُدايه، زما خلاصونکيه.