0:00 / 0:00

زبور شريف

يو کم څلوېښتم زبور

يدوتون د موسيقۍ مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د يو دردمند د ګناه اقرار

۱ ما ووئيل چې، ”زۀ به د خپل عمل خيال ساتم

نو چې په خپله ژبه ګناه ونۀ کړم،

ترڅو چې بدعمله زما د وړاندې وى

زۀ به خپله ژبه چپ ساتم.“

۲ زۀ خو خاموش ولاړ وم، او هيڅ خبره مې هم نۀ کوله،

په دې باندې زما پرېشانى نوره هم زياتېدله.

۳ زما د زړۀ پرېشانى او غم زياتېدلو.

ما چې څومره سوچ کولو، نو دومره مې غم زياتېدو،

خو آخر هم ما د خپل ځان سره ووئيل،

۴ ”اے مالِکه خُدايه، زما ژوندون چې څومره دے ما ته راوښايه،

چې زما عمر به څومره وى ما ته زما د مرګ نېټه راوښايه،

ما ته وښايه چې څومره فانى يم.

۵ تا زما د ژوند نه د ژمې مازيګر جوړ کړو،

زما ژوند دې په خپل نظر يوه لحظه کړو،

د ټولو انسانانو ژوندون صرف هوا ده.

۶ هر انسان د سورى په شان په تېزۍ سره د مرګى طرف ته روان وى،

دوئ مال راټولوى خو خبر نۀ دى چې دا به څوک خرچ کوى.

۷ خو اوس، اے مالِکه خُدايه، زۀ د څۀ طمع کوم؟

زۀ په تا باندې توکل کوم.

۸ زما د سرکشۍ نه ما بچ کړه،

ما د کم عقلو د خندا مۀ جوړوه.

۹ زۀ چپ وم، ما خپله خولۀ بنده کړې وه،

ځکه چې هر څۀ تا په خپله کړى وُو.

۱۰ خپل عذاب دې ما نه اخوا کړه ډېر کړېدلے يم،

زۀ ستا د لاس په وهلو ډېر ضعيفه شوے يم.

۱۱ تۀ انسان د هغۀ د ګناه په وجه تنبيه کوې،

او څۀ چې دوئ ته قيمتى وى تۀ هغه د دوئ نه لکه وَينو په شان خورې،

انسان هيڅ نۀ دے خو بس يوه ساه ده،

۱۲ اے مالِکه خُدايه، زما دُعا تۀ واوره،

د مدد دپاره زما فرياد واوره،

زما اوښکې مۀ نظر انداز کوه.

زۀ خو د يوې لحظې مېلمه يم،

لکه زما د پلار نيکۀ په شان يم.

۱۳ ما لږ پرېږده چې دوباره خوشحاله شم،

د دې نه مخکښې چې لاړ شم او فنا شم.“