0:00 / 0:00

زبور شريف

يو څلوېښتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور

د رحم دپاره د يو بيمار درخواست

۱ بختور دے هغه څوک چې د مسکينانو خيال ساتى،

کله چې دے په تکليف کښې وى مالِک خُدائ ورله خلاصون ورکوى.

۲ مالِک خُدائ به د هغۀ حفاظت کوى او ژوند به يې په امان کښې ساتى،

هغه به په دُنيا کښې ورله برکت ورکړى او د دشمنانو د لاس نه به يې ساتى.

۳ مالِک خُدائ به يې په بيمارۍ کښې خيال ساتى

او هغه به يې د بيمارۍ د کټ نه روغ رمټ کړى.

۴ ما ووئيل چې، ”اے مالِکه خُدايه، په ما رحم وکړه ما له شفا راکړه،

ځکه چې ما ستا خلاف ګناه کړې ده.“

۵ زما دشمنان په بدنېتۍ سره داسې وائى چې، ”کله به دے مړ شى،

او نوم به يې څومره زر د زمکې مخ نه ورک شى؟“

۶ هغوئ چې کله زما ليدو له راځى نو فضول خبرې کوى،

او دروغ وائى او په زړۀ کښې شرارت راجمع کوى،

او چې کله بهر ځى نو په هر ځائ کښې زما غېبت کوى.

۷ زما دشمنان ټول زما خلاف خبرې کوى،

هغوئ زما خلاف بد سوچونه کوى،

۸ او دوئ وائى چې، ”په سخت رنځ پروت دے

او د بيا پاڅېدو امکان يې د ‎دې رنځ نه نشته دے.“

۹ تر دې چې زما نزدې دوست په چا باندې چې ما پوره يقين کولو،

نو هغه چا چې روټۍ به يې ما سره خوړه هغه هم زما خلاف شولو،

۱۰ خو تۀ، اے مالِکه خُدايه، په ما رحم وکړه،

چې د هغوئ نه خپله بدله واخلم، ما دوباره روغ کړه.

۱۱ چې تۀ رانه رضا يې زۀ په دې پوهېږم،

تا زۀ د دشمنانو لاسونو ته پرې نۀ ښودم.

۱۲ تا زۀ زما د تقوىٰ په وجه اوچت کړم،

او د تل دپاره دې په خپل حضور کښې وساتلم.

۱۳ مبارک دې وى مالِک، د بنى اِسرائيلو خُدائ،

د ازل نه تر ابده آمين، آمين.