0:00 / 0:00

زبور شريف

دوه څلوېښتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: يو زبور د قورح د بچو

د يو فکرمند کس دُعا

۱ څنګه چې هوسۍ د نِهر اوبو پسې تلوسه کوى،

داسې خُدايه پاکه، زړۀ مې تا پسې تلوسه کوى.

۲ زما زړۀ د خُدائ پاک تږے دے، زۀ د ژوندى خُدائ پاک تږے يم.

زۀ به کله لاړ شم چې د هغۀ حضور کښې ودرېږم؟

۳ اوښکې مې خوراک دى شپه او ورځ زۀ ژړېږم،

هر وخت راته خلق لګيا وى،

”ووايه، ستا خُدائ چرته دے؟“

۴ تېر وخت چې راپه ياد شى په زړۀ باندې غمژن شم،

چې څنګه ډېرو خلقو سره به زۀ د خُدائ کور ته تلم،

او هغوئ به مې د خُدائ پاک عبادتګاه ته په خپله مشرۍ کښې بوتلل،

نو په لويه ډله کښې به ما په تېزه

د هغوئ سره د خوشحالۍ په آواز د شُکر ګزارۍ ثنا وئيله،

۵ ولې خفه کېږې زما روحه؟ دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟

په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ،

زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم،

پاکه خُدايه ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.

۶ زړۀ مې پرېشانه دے نو ځکه زۀ تا يادوم،

د اُردن لرى مُلک او د حرمون او د مِضار د اوچت غرونو نه زۀ تا يادوم.

۷ ستا د ژورو سمندرونو او ابشارونو شور زۀ اورم،

موجونو او چپو د سمندر زۀ ډوب کړم.

۸ مالِک خُدائ د ورځې خپله ابدى مينه په ما راوروى،

د هغۀ حمد په شپه کښې زما زړۀ کښې وى،

دُعا کوم هغه خُدائ پاک ته چې څوک ژوند راکوى.

۹ څوک چې زما مضبوط ګټ دے، زۀ به خُدائ پاک ته داسې ووايم،

”ولې دې هېر کړے يم زما دشمنان

په ما دومره ظلم ولې کوى چې زۀ غمژن ګرځم؟“

۱۰ د دشمن پېغور هډوکى مات کړل ما له

هر وخت راته لګيا وى دشمنان زما

چې، ”ووايه اوس چرته دے خُدائ پاک ستا؟“

۱۱ ولې خفه کېږې زما روحه، دومره ولې پرېشانه کېږې تۀ؟

په خُدائ پاک باندې توکل کوه مۀ پرېشانه کېږه تۀ،

زۀ به بيا ستا ثناء صِفت بيان کړم،

خُدايه ځکه چې هم تا زۀ خلاص کړم.