0:00 / 0:00

زبور شريف

شپږ څلوېښتم زبور

د موسيقۍ مشر دپاره: يو سرود د قورح د زامنو چې به په خوږ آواز سره وئيلے شى

خُدائ پاک زمونږ زور او ګټ دے

۱ خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه او قوت دے،

په وخت د مصيبت کښې حاضر او تل مددګار دے.

۲ نو مونږ به نۀ يريږو کۀ په زمکه زلزله راشى،

او کۀ غرونه د سمندر په مينځ کښې راګزار شى.

۳ او يا د سمندر اوبۀ غرار او ځګونه وکړى،

او غرونه د اوبو د زور په وجه وخوځولے شى.

۴ يو بل درياب دے چې نِهرونه يې د خُدائ پاک ښار خوشحالوى،

او د خُدائ تعالىٰ مقدس کور خوشحالوى.

۵ او خُدائ پاک د هغه ښار په مينځ کښې اوسيږى نو هغه به نۀ تباه کيږى،

او د سحر وختى نه د هغه ښار ساتنه کوى.

۶ قومونه وارخطا دى، بادشاهتونه به نسکور شى.

کله چې خُدائ پاک آواز وکړى نو دا زمکه به ويلى شى.

۷ ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے،

د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے،

۸ راشئ او د مالِک خُدائ کارونه وګورئ،

هغه تباهى چې کومه هغۀ په دُنيا باندې راوستلې ده وګورئ.

۹ هغه په ټوله دُنيا کښې جنګونه ختموى،

ليندې او نېزې ماتوى او ډالونه سوزوى.

۱۰ ”په آرام شئ او په دې پوهه شئ زۀ خُدائ پاک يم،

زۀ به په ټولو قومونو کښې اعلىٰ يم،

زۀ به په ټوله دُنيا کښې اوچت يم.“

۱۱ ربُ الافواج خُدائ زمونږ مل دے،

د يعقوب خُدائ پاک زمونږ پناه ګاه دے.