0:00 / 0:00

زبور شريف

اووۀ څلوېښتم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: يو زبور د قورح د بچو

مالِک خُدائ د ټولې دُنيا بادشاه دے

۱ اے ټولو خلقو لاسونه ووهئ،

او د خوشحالۍ سرود په اوچت آواز سره ووايئ.

۲ مالِک خُدائ تعالىٰ څومره د رُعب داب مالِک دے،

هغه په ټولې دُنيا لوئ بادشاه دے.

۳ هغۀ ټول قومونه زمونږ تابع کړل،

او مُلکونه يې زمونږ د پښو لاندې کړل.

۴ مونږ له يې په ميراث کښې زمکه راکړله،

په کومه چې يعقوب فخر کولو او د هغه چا سره چې خُدائ مينه کوله.

۵ خُدائ پاک د خلقو په چغو سورو کښې تخت ته خېژى،

چې مالِک خُدائ بره تخت ته ځى نو د بيګلو آوازونه دى.

۶ د خُدائ پاک ثناء صِفت کوئ ثنا يې ووايئ،

زمونږ بادشاه ته سندرې او ثناء صِفت وکړئ.

۷ ځکه خُدائ پاک په ټوله زمکه بادشاه دے،

هغۀ ته د ثناء حمد، زبور ووايئ.

۸ خُدائ په خپل مقدس تخت باندې ناست دے،

او په ټولو قومونو بادشاهى کوى.

۹ د دُنيا حکمرانان رايوځائ شوى دى،

د اِبراهيم د خُدائ خلق ورسره دى،

د دُنيا ټول بادشاهان د خُدائ پاک دى،

نو ځکه د هغۀ په هر ځائ کښې ډېر عزت کيږى.