Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
پنځوسم زبور
حقیقي عبادت
(د اساف زبور)
۱ کوي خبرې څښتن خدای چې دی مطلق قادر
ټولې دنیا نه خلک راغواړي له ختیځه تر لوېدیځه پورې
۲ د صهیون ښار چې دی کامل حسن کې
ځلیږي خدای ورڅخه
۳ زمونږه خدای راځي خو خاموش به نه وي
د هغه مخکې به وي سوځېدونکی اور
او ګردچاپېره ترې وي سخت توفان
۴ ځمکه او اسمان راغواړي د شاهدانو په حیث
چې عدالت د هغه وویني په خپل قوم باندې
۵ وایي: وفادار خلک کړئ راټول زما
د قربانۍ په ورکولو چې لوظ یې کړی دی زما سره
۶ اسمانونه ورکوي دا خبرتیا چې خدای عادل دی
ځکه په خپله دی قاضي
۷ ای زما قومه، واورئ خبرې زما
ای اسراییلو، زه شاهدي به وایم ستاسو په ضد
زه یمه خدای، د ستاسو خدای یمه زه
۸ د قربانیو په خاطر زه تاسو نه رټمه
او نه د هغو سوځېدونکو قربانیو په خاطر
چې تل یې ما ته راوړئ
۹ ستاسو د کور غویو ته نه یم محتاج
یا زه پنډغالو ته د نرو وزو نه یم احتیاج
۱۰ ټول حیوانات چې دي ځنګل کې دي زما هغه
هم په زرګونو غرونو دي رمې زما
۱۱ زه د غرونو ټول مرغان پېژنم
د صحرا ټول خزندګان زما دي
۱۲ که چېرې وږی یم زه تاسو ته یې نه وایمه
ځکه دنیا او چې په کې دي هغه ټول زما دي
۱۳ ایا زه خورمه د غویانو غوښې؟
یا د وزو وینې څښم؟
۱۴ شکر ادا کړئ د خدای دا ده قرباني ستاسو
هغه څه ورکړئ خدای تعالی ته
چې منلي مو په نذر کې دي
۱۵ د تکلیف په وخت کې ما ته فریاد وکړئ
زه به خلاصون درکړمه تاسو لره
ثنا او صفت به کوئ تاسو زما
۱۶ خو بدکاره ته خدای داسې وایي:
دی ستا څه کار چې بیانوې زما حکمونه؟
زما د لوظ په هکله کوې خبرې ولې؟
۱۷ اصلاح کېدو څخه انکار کوې ته
زما خبرې غورځوې شاته
۱۸ هر غل چې وګورې ملګری یې شې
او یوځای کېږې زناکارو سره
۱۹ خلاصوې خوله دې شرارت باندې
بې له دروغو بل څه نه وایې ته
۲۰ دې ته تیار یې چې په خپل ورور دې
تهمت پورې کړې
او هم د خپلې مور د زوی پسې غیبت وکړې
۲۱ دا ټول کارونه تا کول او ما هېڅ ونه ویل
نو ستا دا خیال ؤ چې زه ستا په شان یم
خو اوس به زه تا رټم او تا به تورن کړم
۲۲ تاسو چې زه یمه هېر کړی دې ته غوږ ونیسئ
که نه، نو تاسو به زه وداړمه
هېڅوک به نه وي چې مو خلاص کاندي
۲۳ څوک چې کړي د مننې قرباني
هغه ما ته درناوی کړي
هغه چې کړي خپله لاره سمه ورکومه نجات