0:00 / 0:00

زبور شريف

پنځوسم زبور

د آسف يو زبور

منلے شوى صحيح قربانى

۱ قادر مطلق خُدائ، مالِک خُدائ د زمکې خلقو ته حُکم وکړو،

او د مشرق نه تر مغرب پورې د زمکې خلق يې راوغوښتل.

۲ د صيون نه چې په ښائست باندې پوره دے

نو خُدائ پاک د هغه ځائ نه ځلېدلے دے

۳ زمونږ خُدائ به راشى او خاموشه به نۀ وى

سوزېدونکے اور به ترې نه مخکښې او سخت طوفان به ترې چاپېره وى

۴ هغه به زمکه او پاس آسمانونه ګواهۍ دپاره راوغواړى

چې د خپل قوم عدالت وکړى،

۵ ”زما ټول نېکان ما ته راغونډ کړئ

چا چې ما سره د قربانۍ په ذريعه لوظ کړے دے.“

۶ آسمانونه د هغۀ د صداقت اعلان کوى

ځکه چې په خپله خُدائ قاضى فېصله کوى.

۷ ”اے زما خلقو ما ته غوږ شئ زۀ به تاسو ته خبرې وکړم

اے بنى اِسرائيلو زۀ ستاسو خلاف دا ګواهى کوم.

چې هم زۀ خُدائ يم او ستاسو خُدائ پاک يم،

۸ ستاسو د قربانيانو په وجه زۀ تاسو نۀ رټم،

او ستاسو مسلسل سوزېدونکې قربانيانې زما په وړاندې دى

۹ ستاسو د غوجل غوَيى ته زما ضرورت نشته

او نۀ مې حاجت شته ستاسو د شپول يو چېلى ته

۱۰ ولې چې د ځنګلونو ټول او هر يو ځناور زما دى،

او په زرګونو غرونو کښې د څاروو رمې زما دى.

۱۱ زۀ د غرونو هر يو مارغۀ نه خبر يم،

او د هوارو ټول مخلوق زما دى.

۱۲ کۀ چرې زۀ اوږے شوے وم خو بيا هم به مې وئيلى نۀ وُو تا ته،

ځکه چې دُنيا او څۀ چې په کښې دى هغه ټول زما دى.

۱۳ ولې زۀ څۀ د غوَيانو غوښې خورم؟

او يا زۀ د چېلو وينې څښم؟

۱۴ ستاسو قربانۍ خُدائ ته شُکر ګزارى کول دى،

او دا ستاسو د خُدائ تعالىٰ سره کړې وعدې او نذرانې پوره کوى،

۱۵ په وخت د مصيبت کښې ما ته آواز راکړئ،

زۀ به تاسو د مصيبت نه بچ کړمه او تاسو به زما عزت وکړئ.“

۱۶ خو بدعمله ته خُدائ پاک وفرمائيل،

”تاسو ولې زما قانون بيانوئ، او زما د لوظ خبرې په خپله ژبه کوئ؟

۱۷ تاسو د اصلاح نه نفرت کوئ

او تاسو زما حُکمونه شاته غورزوئ.

۱۸ کله چې غل ووينئ نو تاسو ورسره مل شئ،

تاسو ملګرتيا د زناکارو کوئ.

۱۹ هر وخت مو ژبه د بدۍ نه ډکه وى،

تۀ په خپله ژبه د دروغو خبرې کوى.

۲۰ هر وخت تاسو د خپل ورور خلاف خبرې کوئ،

د خپلې مور د بچى تاسو هر ځائ کښې غېبت کوئ.

۲۱ ستا په دې کارونو زۀ چپ پاتې شوم،

زۀ دې هم د خپل ځان په شان وګڼلم.

خو زۀ دې اوس رټمه او په تا اِلزام لګوم،

۲۲ ما ته غوږ شئ چا چې زۀ هېر کړے يم هغوئ ټول دې توبه ګار شى،

زۀ به مو ټوټې کړم او هيڅ څوک به نۀ وى چې ستاسو مددګار شى.

۲۳ څوک هم چې د شُکر ګزارۍ قربانى کوى نو زما احترام کوى.

څوک چې هم په صحيح لار روان وى،

نو زۀ به ورته د خُدائ خلاصون څرګند کړم.“