0:00 / 0:00

زبور شريف

يو پنځوسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د حضرت داؤد يو زبور. په هغه وخت کښې ليکلے شوے دے چې ناتن پېغمبر د حضرت داؤد سره د بت‌‌سبع د واقعې په حقله بحث وکړو.

د معافۍ دُعا

۱ د خپل رحم په مطابق دې په ما مهربان شه خُدايه،

او د خپلې ازلى مينې په وجه دې په ما رحم وکړه،

د خپل لوئ رحم په مطابق دې زما ګناهونه ختم کړه.

۲ ټول ګناهونه زما ووينځه،

او د ګناه نه مې پاک او صفا کړه.

۳ زۀ په خپل شرارت باندې پوهه يم،

زۀ په خپلو بدو ټول عمر فکرمند يم.

۴ ستا او يواځې ستا خلاف مې ګناه کړې ده زۀ ګناه ګار يم،

ما هغه کار کړے دے کوم چې ستا په نظر کښې بد دے.

تۀ دې په خپلو خبرو کښې رښتينې وګرځې،

او ستا عدالت زما په حق کښې ټيک دے.

۵ ګوره، زۀ د ازل نه بدعمله يم،

د مور د ګېډې نه زۀ بلکل ګناه ګار يم.

۶ نو چې اخلاص او صداقت رانه غواړې،

نو تۀ په خپله زما زړۀ ته پوهه راکړه.

۷ تۀ زما ګناه ووينځه نو زۀ به صفا شم،

تۀ مې ووينځه نو زۀ به هم د واورې نه زيات سپين شم.

۸ ما ته د خندا او خوشحالۍ خبرې وکړه،

کوم هډُوکى چې تا ما ته مات کړى وُو اوس دې خوشحالى وکړى.

۹ زما د ګناهونو نه مخ واړوه،

زما بدۍ ټولې صفا کړه.

۱۰ پاکه خُدايه صفا زړۀ ما له راکړه،

په ما کښې تازه او وفادار روح واچوه.

۱۱ ما تۀ د خپل حضور نه مۀ شړه،

خپل مقدس روح زما نه مۀ بوځه.

۱۲ ستا د خلاصون خوشحالى بيا يو وارې راکړه.

او زما روح ستا تابعدارۍ ته مائل کړه.

۱۳ نو زۀ به نافرمانو ته وښايم ستا حُکمونه،

نو ګناه ګار به يو ځل بيا تا ته راوګرځى.

۱۴ اے خُدايه، ما د وينې تويولو د جرم نه معاف کړه،

نو بيا به زۀ په خوشحالۍ سره ستا د معافۍ سرود بيان کړم.

۱۵ اے مالِکه خُدايه زما شونډې خلاصې کړه،

او زۀ به په خپله خولۀ ستا ثناء صِفت وکړم.

۱۶ چې زۀ يې تا ته وړاندې کړم تۀ قربانى نۀ غواړې،

او نۀ په سوزېدونکو قربانو تۀ خوشحالېږې.

۱۷ پاکه خُدايه تا ته د عاجز او مات روحونو خوښه ده قربانى،

تۀ غمژن او توبه ګار زړۀ سپک نۀ ګڼې.

۱۸ پاکه خُدايه د صيون ښار مدد وکړه مهربان شه،

د يروشلم دېوالونه جوړ کړه.

۱۹ نو هلته به تا ته رښتينې قربانۍ پېش شى

او ټولې سوزېدونکې نذرانې چې تۀ پرې خوشحاله شې،

او ستا په قربان‌ګاه باندې به غوَيان تا ته وړاندې شى.