0:00 / 0:00

زبور شريف

څلور پنځوسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د تاريزه سامان سره د حضرت داؤد يو نظم کله چې زيفت ساؤل له لاړو او وې وئيل، ”داؤد زمونږ سره پټ دے.“

د دشمنانو نه د حفاظت دپاره دُعا

۱ په خپل نوم سره دې ما ته خلاصون راکړه خُدايه،

په خپل قدرت سره دې زما بې‌ګناهى ثابته کړه.

۲ دُعا زما واوره، اے پاکه خُدايه،

د خولې خبرې زما واوره.

۳ پردى خلق په ما حملې کوى او ظالمان زما د مرګ کوشش کوى،

او هغوئ د خُدائ پاک پرواه نۀ کوى.

۴ خو بې‌شکه خُدائ زما مددګار دے،

او مالِک خُدائ په خپله ما ژوندے ساتى.

۵ زما دشمنان دې په خپلو بدو کښې په خپله راګېر شى،

او خپله وفادارى دې وښايه او دوئ تباه کړه.

۶ زۀ به د زړۀ نه تا ته نذرانې پېش کړم،

ځکه چې ستا نوم خوږ دے زۀ به ستا د نوم ثناء صِفت وکړم.

۷ بې‌شکه چې زۀ تا د ټولو مصيبتونو نه بچ کړم،

او زۀ د خپلو دشمنانو شکست په خپلو سترګو باندې وينم.