0:00 / 0:00

زبور شريف

درې پنځوسم زبور

د موسيقۍ د مشر دپاره: د محلت په مطابق د حضرت داؤد يو نظم

د انسان ګناه

۱ کم عقلان په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“

دوئ په بدو اخته شول او بدعمله دى،

تر دې چې يو هم نشته چې نېک وى.

۲ پاس د آسمانه خُدائ انسانانو ته ګورى،

ګورى چې څوک شته چې وى هوښيار او د خُدائ لټون کوى.

۳ خو ټول بې‌لارې شوى دى،

او ټول يو شان خراب شوى دى.

يو کس هم ښۀ نۀ کوى داسې يو هم نشته چې ښۀ کارونه وکړى.

۴ ولې څوک چې بدکارونه کوى دوئ نۀ پوهيږى.

خو دوئ زما بنيادمان لکه د روټۍ لواړ تېروى،

او هيڅکله هم دوئ د خُدائ پاک نه دُعا نۀ غواړى.

۵ خو بيا هم داسې ويرېدل چې دې نه وړاندې کله هم داسې نۀ وُو يرېدلى.

خُدائ پاک به ستا د دشمنانو هډُوکى تس نس کړى.

او هغوئ به وشرميږى ځکه چې خُدائ پاک سپک کړى دى.

۶ څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى بنى اِسرائيل،

کله چې خُدائ پاک بيا آباد کړى خپل قوميان،

يعقوب به خوشحالى وکړى او بنى اِسرائيل به خوشحاله شى.