کپی رایت ۲۰۲۴ - ۲۰۱۵ افغانی بائبل. تمامی حقوق محفوظ است
۱ کم عقلان په خپل زړۀ کښې وائى چې، ”خُدائ پاک نشته.“
دوئ په بدو اخته شول او بدعمله دى،
تر دې چې يو هم نشته چې نېک وى.
۲ پاس د آسمانه خُدائ انسانانو ته ګورى،
ګورى چې څوک شته چې وى هوښيار او د خُدائ لټون کوى.
۳ خو ټول بېلارې شوى دى،
او ټول يو شان خراب شوى دى.
يو کس هم ښۀ نۀ کوى داسې يو هم نشته چې ښۀ کارونه وکړى.
۴ ولې څوک چې بدکارونه کوى دوئ نۀ پوهيږى.
خو دوئ زما بنيادمان لکه د روټۍ لواړ تېروى،
او هيڅکله هم دوئ د خُدائ پاک نه دُعا نۀ غواړى.
۵ خو بيا هم داسې ويرېدل چې دې نه وړاندې کله هم داسې نۀ وُو يرېدلى.
خُدائ پاک به ستا د دشمنانو هډُوکى تس نس کړى.
او هغوئ به وشرميږى ځکه چې خُدائ پاک سپک کړى دى.
۶ څوک به راشى د صيون چې آزاد کړى بنى اِسرائيل،
کله چې خُدائ پاک بيا آباد کړى خپل قوميان،
يعقوب به خوشحالى وکړى او بنى اِسرائيل به خوشحاله شى.