Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
پنځه شپېتم زبور
ستاینه او شکرګزاري
(د سرود ویونکو د مشر دپاره: یوه سندره کومه چې د داود زبور هم دی)
۱ په صهیون کې ستا ستاینه ده په کار ای خدایه
هغه نذرونه درکوو به کوم چې مونږ منلي
۲ په دې خاطر چې دعاګانې اورې
انسانان ټول به ستا حضور ته راځي
۳ کله چې زیات شي ګناهونه زما
ته بخښې ټول جرمونه زما
۴ بختور دی هغه څوک چې غوره کړی دی تا
چې تا ته راشي او واوسیږي ستا سپېڅلي ځای کې
مونږ به ماړه شو ستا د کور په ښو شیانو باندې
او ستا د معبد برکتونو باندې
۵ ته مونږ ژغورې زمونږ خدایه
ستا هیبتناکه عملونه راکوي ځواب
د عدالت له مخې
ورکوې خلکو ته امید
د دنیا له یو سر نه تر بل سره پورې
حتی هغو ته چې اوسیږي لېرې بحرونو سره
۶ تا په قوت باندې ملا وتړله
ځای په ځای کړي دي تا غرونه
په خپل ځواک باندې
۷ اراموې ته د سیندونو غرهار
او د څپو غړمبار
اراموې ته شور او زوږ د خلکو
۸ تا چې کوم لویې کارنامې کړې دي
وېریږي ټول خلک د جهان
د نړۍ له یوه سره تر بل سره
ستا کارنامې راجوړوي د خوشحالۍ نارې
۹ ته کوې پام په ځمکه او وروې باران
غني کوې یې ته او حاصلخېزوې یې ته
ای خدایه ډک د اوبو نه دی سیند ستا
تیاروې غلې دانې خلکو ته
دا هغه څه دي چې کوې یې ته
۱۰ په قلبه شویو ځمکو باندې
ډېر زیات باران وروې
نرموې ځمکه په اوبو باندې
نرموې خاوره په اورښتونو باندې
او شنه کوې د لویېدو دپاره شنه بوټي
۱۱ ستا په احسان باندې د ځمکې حاصلات
شول لکه تاج د ځمکې
چېرته چې ځې هر څه پرېمانه وي
۱۲ د دښتې شنې لمنې بدلیږي په غني څړځایونو باندې
او غونډۍ سپړي د خوښۍ غوټۍ
۱۳ ډک له پسونو وي ټول څړځایونه
درې دي ټولې له غنمو ډکې
ټول شیان چیغې وهي
او د خوښۍ ډکې سندرې وایي