د زبورونو کتاب

اته شپېتم زبور

د بریالیتوب حماسي شعر

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: د داود زبور او هم یوه سندره)

۱ خدای دې راپورته شي

او خواره واره دې کړي خپل دښمنان

تېښته دې کړي څوک چې نفرت کوي له هغه څخه

۲ لکه د باد په وړاندې چې لوګی ورکیږي

داسې ته ورک کړه هغوی

لکه چې څنګه ویلي کیږي موم د اور په مخکې

داسې بدکاره دې تباه شي د خدای په مخکې

۳ خو نېکان دې وي خوشحاله

کړي خوشحالي دې د هغه حضور کې

وي دې خوشحاله او وهي دې د خوښۍ چیغې

۴ خدای ته ووایئ سندره ثنا صفت یې د نامه وکړئ

صفت یې وکړئ چې سپریږي هغه ورېځو باندې

خوشحالي وکړئ د هغه حضور کې

ځکه چې یې نوم دی څښتن!

۵ هغه خدای کوم چې اوسیږي خپل سپېڅلي ځای کې

دی دا پلار د یتیمانو او ساتنه کړي د کونډو

۶ یوځای کوي هغه بې‌کسه کورنیو سره

راخلاصوي بندیان له بنده نېکمرغیو لره

وچو میرو کې به اوسیږي سرکښان خلک

۷ ای خدایه کله چې روان وې ته د خپل قوم مخکې

کله چې تا وکړ مزل شوې بیابان څخه تېر

۸ ولړزېدله ځمکه او هم له اسمانه ورېدلو باران

په دې خاطر چې راروان دی د سینا خدای

چې خدای د اسراییلو راروان دی

۹ تا راووراوه ډېر زیات باران

او تا کړه اباده خپله شاړه ځمکه

۱۰ ستا قوم کړ جوړ استوګنځی خپل هلته

د نېکۍ نه دې محتاجو ته هرڅه تیار کړل

۱۱ څښتن ورکړلو فرمان

دا زېری یووړلو د ښځو یوې غټې ډلې:

۱۲ «دي پاچاهان خپلو لښکرو سره تېښته کې»

په کور کې پاتې ښځې وېشي د جګړې غنیمت

۱۳ وې پوښل شوې په سپین زرو د کوترو څېرې

په ښو سرو زرو یې وزرونه ځلېدل

(ولې د ستاسو ځینې کسان د جګړې په ورځ د پسونو په شپولونو کې پاتې شول؟)

۱۴ خواره واره چې کړل پاچاهان مطلق قادر خدای هلته

وو لکه واوره چې وریږي د صلمون په غره

۱۵ ای ځواکمن غره، د باشان غره!

ای ته خاوند د ډېرو څوکو، د باشان غره!

۱۶ ای د ډېرو څوکو غره!

ته ولې ګورې هغه غره ته د حسد له مخې

کوم چې خدای دی غوره کړی اوسېدو دپاره

څښتن به اوسي هلته تل دپاره

۱۷ زرګونو زرو نظامي ځواکمنو ګاډیو سره

راغی څښتن سپېڅلي ځای ته له سینا څخه

۱۸ لوړو ځایونو ته وروختلې

یووړل دې له ځانه سره زیات بندیان

حتی له سرکښانو دې هم تحفې اخیستې

نو څښتن خدای به هلته اوسي د هغوی په منځ کې

۱۹ ثنا او صفت دې وي څښتن ته

چې هره ورځ زمونږ بارونه وړي په خپلو اوږو

دا خدای زمونږه خلاصوونکی خدای دی

۲۰ زمونږ خدای د خلاصون خدای دی

څښتن تعالی چې له مرګي مو ژغوري

۲۱ وټکوي به خدای سرونه د خپلو دښمنانو

دا ببر سري چې تګ کړي په ګناهکارو لارو

۲۲ داسې وویل څښتن:

«راولم زه به دښمنان ستاسو باشان نه بېرته

دریاب د تل نه به هغوی زه راولمه بېرته

۲۳ نو ډنډوکي د دوی د وینو به شي ستاسې د لغتو لاندې

او ستاسې سپي به یې څټي چې څومره غواړي هغوی»

۲۴ ای خدایه، ټولو خلکو ولیده ستا د کامیابۍ مارش

مارش د خدای یعنې زما د پاچا

چې داخل شو خپل سپېڅلي ځای ته

۲۵ سندرغاړي یې په مخکې، د سازونو والا شاته

او په منځ کې ځوانې ښځې چې چمبې وهي:

۲۶ «د خدای صفت وکړئ مجلس کې د هغه د ولس

ای د اسراییلو اولادې ټول وکړئ صفت د څښتن»

۲۷ لومړی راځي بنیامین یعنې د ټولو نه کوچنۍ قبیله

بیا ورپسې به وي مشران د یهودا د خپلې ډلې سره

او بیا مشران د زبولون او نفتالي ورپسې

۲۸ ای خدایه ته خپل قدرت وښایه

هغه قدرت چې تا زمونږ په خاطر کار ترې واخیست

۲۹ ستا د کور په خاطر پروت اورشلیم کې چې دی

چېرته چې تاته پاچاهان خپل سوغاتونه راوړي

۳۰ ورټه مصر په مثال دی د وحشي حیوان

چې لوخو کې اوسیږي هغه

ورټه نور قومونه کوم چې په مثال دي

د غویانو او خوسیانو پادې

ترڅو چې ټول وکړي سجده تاته

او درکړي تاته خپلې نقرې

خواره واره کړه ته هغه قومونه چې جګړه خوښوي

۳۱ استازي رابه شي له مصر څخه

ایتوپیایان به خدای ته پورته کړي

لاسونه د دعا دپاره

۳۲ خدای ته ووایئ سندره پاچاهیو د نړۍ ټولو

په سندرو کې صفت د څښتن وکړئ

۳۳ د هغه چا دپاره چې په لرغونو اسمانونو ناست دی

چې په قوي اواز غوریږي له اسمانه څخه

۳۴ خلکو ته ووایئ چې خدای قوي دی

چې جلال د هغه ځلیږي اسراییلو باندې

او لیدل کیږي یې قدرت اسمان کې

۳۵ خپل سپېڅلي کور کې خدای دی

څومره هیبتناک د اسراییلو خدای!

ورکوي خپل قوم ته قدرت او طاقت

ثنا او صفت دې وي خدای ته