د زبورونو کتاب

نهه شپېتم زبور

د مرستې دپاره فریاد

(د سرود ویونکو د مشر دپاره: «د سوسن د ګل» په تال د داود زبور)

۱ وژغوره ما وژغوره ای خدایه

اوبه نژدې دي چې نفس مې وباسي

۲ ژورو خټو کې ډوبېږمه زه

داسې ځای نشته چې زه ودرېږمه

ژورو اوبو کې ننوتی یمه

دې ته نژدې یم چې کړي ډوب مې څپې

۳ ستومانه شوی یمه زه چې نارې ووهم کومک دپاره

زما ستونی دی وچ شوی

ستا په انتظار مې سترګې ستړې شوې

۴ چې بې‌سببه رانه کرکه کوي

هغوی دي زیات زما د سر له ویښتو

دښمنان زما په هکله دروغ وایي

دوی دي قوي او غواړي ما ووژني

مجبوروي مې دوی ته ورکړمه زه

هغه شیان چې ما پټ کړي نه دي

۵ ای خدایه ته ما پېژنې چې زه څومره کم‌عقل یمه

ګناهونه زما نه دي پټ له تا نه

۶ ای څښتنه ای مطلق قادره خدایه

شرمنده نه دې شي زما په سبب

څوک چې په تا باندې توکل کوي

ای د اسراییلو خدایه

رسوا دې نه شي هغوی زما په خاطر

څوک چې تاته کړي رجوع

۷ ستا په خاطر مې سپکاوی وزغامه

او په شرمونو پټ شوم

۸ خپلو خپلوانو ته پردی ښکارم

خپل خاندان ته بېګانه ښکارم

۹ هغه غیرت چې زه یې لرم ستا د کور په خاطر

زما بدن باندې یې اور بل کړی

کومو خلکو چې وکړ ستا سپکاوي

هغوی زما سپکاوی هم وکړلو

۱۰ کله چې زه شوم په ژړا

ځان مې خاکسار کړ په روژه نیولو

نو خلکو زه سپک کړمه

۱۱ کله چې ما د ویر جامې واغوستې

هغوی په ما پورې خندا وکړه

۱۲ بازار کې ما پسې خبرې کوي

او شرابیان زما په هکله جوړوي سندرې

۱۳ خو زه به تاته کړم دعا څښتنه

خدایه قبوله مې دعا کړه

چې کله خوښه وي ستا

په خاطر د خپلې زیاتې او تلپاتې مینې

کړه زما دعا قبوله

ځکه په وعده د نجات باندې وفا کوې

۱۴ ما پرېنږدې چې شم ډوب خټو کې

خوندي مې وساته له هغو چې نفرت کړي له ما

ژورو اوبو څخه ما وساته ته

۱۵ پرېنږدې چې سېلاب راباندی راشي

پرې مې نه ږدې چې شم ډوب اوبو کې

یا مې کړي تېر قبر ژوندی ځان ته

۱۶ ای څښتنه ته قبوله مې دعا کړه

ځکه تلپاتې مینه ستا غوره ده

د خپلې زیاتې همدردۍ نه دې خپل مخ ماته راواړوه!

۱۷ د خپل بنده نه دې مخ مه پټوه

د ډېر تکلیف سره زه مخ یمه قبوله مې دعا کړه زر

۱۸ ماته ته راشه او نجات راکړه

خلاص مې کړه خپلو دښمنانو ځینې

۱۹ ته ښه پوهېږې زما څومره سپکاوی شوی دی

څومره رسوا او بې‌حرمته شومه

ټول دښمنان زما ته وینې خپله

۲۰ په سپکاوي دی زما زړګی مات شوی

او مایوس شوی یمه

ما امید د خواخوږۍ لرلو

خو هلته هېڅوک نه ؤ

وم منتظر چې تسلي راکړي څوک

خو څوک مې نه کړ پیدا

۲۱ چې کله وږی وم دوی زهر راکړل

کله چې تږی وم سرکه یې راکړه

۲۲ دسترخوانونه د دوی خپل دې دوی ته دام وګرځي

ودې ګرځي د دوی مذهبي مېلې تیلک دوی ته

۲۳ هغوی ړانده کړه چې څه ونه ویني

کړه ملاګانې یې کمزورې د تل دپاره

۲۴ ته خپل قهر په هغوی باندې نازل کړه

او د خپل غضب په اور یې وسوځوه

۲۵ وران او ویجاړ دې شي د دوی د اوسېدو ځایونه

د دوی خېمو کې دې هېڅوک نه اوسي

۲۶ ځکه هغه دوی ځوروي چې تا ورکړې سزا

د هغو خلکو د کړاو په هکله کړي خبرې

چې ژوبل کړي دي تا

۲۷ د دوی د ټولو ګناهونه ثبت کړه

او هغوی ونه بخښې

۲۸ د دوی نومونه دې شي ورک د ژوندانه له کتاب

حساب دې نه شي په نېکانو کې دوی

۲۹ خو زه مظلوم یم او په غم کې ګېر یم

ای خدایه ما کړه پورته نجات راکړه

۳۰ په سندرې به د خدای د نوم صفت کومه

په شکرونو به یې لویي اعلانومه

۳۱ دا به خوشحاله کړي څښتن

ډېر د هغې نه چې ورته وړاندې شي څاروی

ډېر د هغې نه چې د پوره غاښو

خوسی شي قرباني ورته

۳۲ کله چې ویني مظلومان دغه کار

نو خوشحالیږي به دوی

کوم خلک چې کړي خدای ته رجوع

شي به یې زړونه ژوندي

۳۳ ځکه څښتن د محتاجانو قبلوي دعا

خپل خلک به هېر نه کړي زندان کې هغه

۳۴ ثنا او صفت وکړئ د خدای ای اسمانونو او ځمکې

او هم بحرونو او هغې کې ګرځېدونکو ځناورو

۳۵ ځکه خدای به وژغوري صهیون

بېرته اباد به کړي د یهودا ښارونه

د هغه قوم به هلته اوسي او دوی به خپله کړي هغه ځمکه

۳۶ اولاده به د هغوی یې وارثان شي

اوسي به هلته څوک چې مینه کړي د هغه سره