Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
څلور اویایم زبور
د قوم د مرستې او دفاع دپاره دعا
(د اساف زبور)
۱ خدایه ولې دې رد کړي یو د تل دپاره؟
ستا قهر ولې لکه اور په شان دی بل په مونږه؟
مونږه خو یو ستا د رمې پسونه
۲ ته در په یاد کړه هغه خپل قوم
چې ډېر پخوا نه غوره کړی تا خپل ځان دپاره
کوم چې تا وژغوره له غلامۍ نه چې شي ستا غوره قوم
در په یاد کړه د صهیون هغه غر چې اوسېدلې په کې
۳ واخله قدم دې د تلپاتې کنډوالو په لوري
هر څه چې وو عبادتځای کې ویجاړ کړي دښمن
۴ نارې وهلې د بري ستا دښمنانو ستا سپېڅلي کور کې
خپل بیرغونه یې ودرولي دي د نښې د بریا په توګه
۵ دوی ښکارېدل د چوب شکنو په شان
چې یې وهلې ونې په تبرونو باندې
۶ په تبرونو او جبلونو باندې
کړل یې خراب ټول د لرګو نقشونه
۷ اور یې واچولو ستا سپېڅلي کور ته
دوی بېحرمت کړ هغه ځای
چې دی ستا نوم ورپورې
۸ هغوی د ځانه سره داسې ویل:
مونږ به بیخي هغوی له منځه یوسو
سوځول یې په دې خاوره کې
ټول عبادتځایونه
۹ مونږه ونه لیدلې نور ستا معجزې
پیغمبرانو نه څوک پاتې نه شو
څوک نه پوهیږي دا حالت به کړي دوام تر کومه
۱۰ ترڅو به ستا دښمنان درکوي تا ته پېغورونه خدایه؟
بېحرمتي به کړي تر ابده پورې ستا د نامه؟
۱۱ ولې دې مونږ ته خپل ښي لاس رانه کړ؟
وښایه ځواک دې خپل او دوی نابود کړه
۱۲ خو له اوله ته پاچا یې زما ای خدایه
او تا راوړی دی خلاصون ځمکې ته
۱۳ په خپل قوت سره جدا دې کړې اوبه د دریاب
او په اوبو کې دې کړل مات د بلاګانو تندي
۱۴ وې همدا ته چې دې مات کړل د بحري ښامار سرونه
تا په مړي یې ماړه کړل ځناور د دښتې
۱۵ تا جاري کړلې چینې او هم خوړونه
د تل دپاره دې کړل وچ سیندونه
۱۶ شپه او ورځ دواړه ستا دي
تا ځای په ځای لمر او سپوږمۍ کړل
خپلو ځایونو کې
۱۷ تا سرحدونه وټاکل د ځمکې
تا اوړی ژمی جوړ کړل
۱۸ خو ای څښتنه دا په یاد ساته
چې دښمنان دې کړي خندا تا پورې
او کمعقل خلک سپکاوی کړي تا ته
۱۹ د خپل بېوزله قوم ژوند مه هېروه تل دپاره
د بېچاره کوترې ژوند دې ځناورو لره مه پرېږده
۲۰ تا چې کوم لوظ کړی ؤ مونږ سره در یاد کړه هغه
ځکه چې ډک دی هر تیاره ځای د دنیا له ظلمه
۲۱ مظلومان مه پرېږده چې وشرمیږي
پرېږده چې دغه غریبان او محتاجه خلک
دې ستاینه ستا د نوم وکړي
۲۲ خدایه، راپورته شه دفاع وکړه له خپله ځانه
دا یاد ساته چې کمعقلان ټوله ورځ تا پورې خندا کوي
۲۳ ته دې د خپلو مخالفینو قهرجنې چیغې مه هېروه
دا دوامداره شورماشور چې دښمنانو دی جوړ کړی ستا