Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د زبورونو کتاب
اووه اتیایم زبور
د اورشلیم ستاینه
(د قورح د طایفې زبور چې سندره هم ده.)
۱ څښتن ودان کړ خپل ښار
چې یې بنیاد دی ایښی په سپېڅلو غرونو
۲ د اسراییلو په ټولو ښارونو کې
د صهیون ښار څښتن ته ګران دی له هره ځایه
۳ ای د خدای ښاره
خبرې کیږي ستا د جلال په هکله:
۴ زه به وشمېرم مصریان او بابلیان
هغو قومونو کې چې پېژني ما
او دغه راز د فلسطین، صور او ایتوپیا خلک
دي دوی ټول د اورشلیم ښاریان
۵ د صهیون په هکله داسې به ویل کیږي:
هغوی ټول به حق د هغه ښار د تابعیت ولري
ټینګ به وساتي دا ښار خدای تعالی
۶ څښتن به ثبت کړي د قومونو لست
هغوی ټول به کړي حساب
د صهیون په اوسېدونکو کې
۷ سندرغاړي او اتڼ کوونکي به دا وایي:
دی صهیون زما اصلي ځای