0:00 / 0:00

دَ يوحنا مُکاشفات

نولسم باب

۱دَ دے نه پس ما په آسمان کښے دَ ګڼو خلقو اُوچت آوازُونه واؤريدل، هغوئ چغے وهلے چه ”هلِلُوياه! خلاصُون، جلال اَؤ طاقت زمُونږ دَ خُدائے دے! ۲ځکه چه دَ هغۀ فيصلے رښتينى اَؤ په حقه دى اَؤ هغۀ دَ لوئے کنجرئ فيصله وکړه چا چه په خپلے حرامکارئ دا مزکه ورانه کړه اَؤ دَ هغے نه ئے دَ خپلو خادمانو دَ وينے بدل واخستو.“ ۳هغوئ بيا چغے کړے چه ”هلِلُوياه! دَ بابل لُوګے تل تر تله خيژى!“ ۴اَؤ هغه څليريشت مشران اَؤ څلور حيوانان خُدائے ته په سجده شول چه په تخت ناست وُو اَؤ هغوئ هم چغے کړے چه ”آمين، هلِلُوياه!“

دَ ګډُورى دَ وادۀ ميلمستيا

۵بيا له تخت نه يو آواز راغے چه ”اَئے زمُونږ دَ خُدائے ټولو خادمانو چه دَ هغۀ نه ويريږئ، اَئے لويو اَؤ وړو! دَ خُدائے ثنا وايئ!“ ۶بيا ما دَ ډيرو کسانو ”دَ سيلابى اوبو اَؤ دَ تندر دَ ګړزا په شان“ آواز واؤريدو اَؤ هغوئ چغے وهلے چه ”هلِلُوياه! مالِک زمُونږ قادر خُدائے بادشاه دے. ۷راځئ چه خوشحاليږُو اَؤ دَ خوشحالئ چغے وباسو اَؤ دَ هغه لوئى بيان کړُو ځکه چه دَ ګډورى دَ وادۀ ورځ راغلے ده اَؤ دَ هغۀ ناوے ځان سمبال کړے دے، ۸اَؤ ورته دَ مهينے لټے جامے ورکړے شوى دى چه صفا ځلقيدُونکے دى.“ اَؤ دا مهينه لټه دَ پاکانو ښۀ کارُونه دى.

۹بيا فرښتے ما ته ووئيل چه ”دا وليکه :  بختور دى هغه خلق چه دَ ګډُورى دَ وادۀ ميلمستيا ته رابللى شوى دى!“ اَؤ نور ئے ووئيل چه ”دا دَ خُدائے برحق کلام دے.“

۱۰په دے زَۀ دَ هغۀ په پښو کښے په سجده پريوتلم خو ما ته ئے ووئيل چه ”نه، داسے مه کوه! زَۀ هم دَ تا اَؤ ستا دَ ورُوڼو په شان يو خادم يم چه دَ عيسىٰ شهادت لرے. اَؤ تش خُدائے ته سجده کوه.“

ځکه چه دَ کُوم رُوح په تاثير نبيانو کلام وکړو هم هغه رُوح دَ عيسىٰ په شان شاهدانو کښے دے.

دَ سپين آس سوارۀ

۱۱بيا ما آسمان پرانستلے وليدو اَؤ هلته زما په وړاندے يو سپين آس وو اَؤ دَ هغۀ دَ سوارۀ نُوم وفادار اَؤ رښتينے دے، ځکه چه هغه په عدالت کښے اَؤ په جنګ کښے رښتُونے دے. ۱۲اَؤ دَ هغۀ سترګے دَ اور دَ شُغلو په شان دى اَؤ په سر ئے ډير تاجُونه وُو. په هغه يو نُوم ليکلے شوے وو چه بے له دۀ نه پرے هيڅوک نۀ پوهيدو. ۱۳اَؤ هغۀ په وينو لړلے جامے آغوستے وے اَؤ دَ هغۀ نُوم دَ خُدائے کلام دے. ۱۴اَؤ آسمانى لښکرے په سپينو آسُونو سورے ورپسے وے چه دَ سپينے اَؤ صفا مهينے لټے جامے ئے آغوستے وے. ۱۵اَؤ دَ هغۀ دَ خُلے نه يوه تيره تُوره راوزى چه قومُونه پرے ووهى، ځکه چه هغه به په هغوئ دَ اوسپنے په امسا حکُومت کوى اَؤ دَ ګُناهُونو دَ شرابو ګاڼئ به دَ قادر مُطلق خُدائے دَ قهر اَؤ غضب دَ پښو لاندے مږى. ۱۶اَؤ دَ هغۀ په چُوغه اَؤ په پتُون دا نُوم ليکلے دے چه :  ”دَ بادشاهانو بادشاه اَؤ دَ مالِکانو مالِک.“

۱۷بيا ما يوه فرښته په نمر کښے ولاړه وليده اَؤ هغے دَ آسمان په مينځ کښے الوتُونکو مارغانو ته آواز وکړو چه ”راشئ اَؤ دَ خُدائے په لويه ميلمستيا راجمع شئ. ۱۸چه دَ بادشاهانو اَؤ دَ کماندارانو اَؤ دَ سپاهيانو غوښے، دَ آسُونو اَؤ دَ هغو دَ سورو غوښے اَؤ دَ ټولو خلقو، غُلامانو اَؤ آزادو دَ لويو اَؤ دَ وړو غوښے وخورئ!“

۱۹بيا ما وليدل چه ځنګلى ځناور اَؤ دَ مزکے بادشاهان اَؤ دَ هغوئ لښکرے دَ سوارۀ اَؤ دَ هغۀ دَ لښکر سره په جنګ شول. ۲۰اَؤ هغه ځنګلى ځناور بنديوان کړے شو اَؤ دغسے هغه دروغژن نبى هم چه ئے دَ هغۀ په وړاندے مُعجزے ښکاره کولے اَؤ هغه څوک ئے غُلول، په چا چه دَ ځناور نخښه وه اَؤ دَ هغۀ بُت ته ئے سجده کړے وه. دغه دواړه ژوندى هغه تالاب ته وغورزولے شول چه دَ ګُوګړو شُغلے ترے ختلے. ۲۱اَؤ باقى په هغه تُوره ووژلے شول کُومه چه دَ سورو له خُلے نه راوتلے، اَؤ ټولو مارغانو دَ هغوئ په غوښه ځانُونه ماړۀ کړل.