0:00 / 0:00

دَ يوحنا مُکاشفات

شلم باب

زَر کاله

۱بيا ما يوه فرښته له آسمان نه په راکُوزيدو وليدله چه ورسره دَ عالِم اَرواح کُنجى اَؤ په لاس کښے ئے لوئے زنځير وو. ۲اَؤ هغه اژدها چه زوړ ښامار دے، هغه ئے ونيوو، يعنے اِبليس اَؤ شيطان، اَؤ تر زرو کالو پورے ئے وتړلو. ۳فرښتے هغه آخرے کندے دَ جهنم ته وغورزولو، بند ئے کړو اَؤ مُهر ئے پرے ولګولو، دَ دے دَ پاره چه هغه بيا تر هغے قومُونه ونۀ غُلوى تر څو چه زر کاله پُوره شوى نۀ وى. دَ هغے نه پس به هغه بيا دَ لږ وخت دَ پاره آزاد کړے شى.

۴بيا ما تختُونه وليدل اَؤ هغه خلق پرے ناست وُو چه دَ عدالت اِختيار ورکړے شوے وو. ما دَ هغه خلقو رُوحُونه وليدل چه سرُونه ئے دَ خُدائے دَ کلام اَؤ دَ عيسىٰ دَ شهادت په وجه پريکړى شوى وُو، اَؤ هغه خلق چا چه ځنګلى ځناور يا دَ هغۀ بُت ته سجده نۀ وه کړے اَؤ نۀ ئے په لاس يا تندى دَ هغۀ نخښه لګولے وه. هغوئ بيا راژوندى کړے شول اَؤ دَ مسيح سره ئے تر زرو کالو بادشاهى وکړه. ۵باقى مړى تر هغے ژوندى نۀ کړے شول تر څو چه زر کاله پُوره شوى نۀ وُو. دا اولنے قيامت دے. ۶بختور اَؤ قدُوس هغه دے چه په دے اولنى قيامت کښے شريک دے ځکه چه په داسے خلقو دويم مرګ اِختيار نۀ لرى بلکه هغوئ به دَ خُدائے اَؤ دَ مسيح کاهنان وى اَؤ دَ هغۀ سره به تر زرو کالو پورے بادشاهى کوى.

دَ شيطان شکست

۷هر کله چه زر کاله پُوره شى نو شيطان به دَ خپلے بندى خانے نه را آزاد شى. ۸اَؤ هغه به راشى اَؤ په څلور کُنجه دُنيا کښے به قومُونه وغُلوى، يعنے جُوج اَؤ ماجُوج، اَؤ جنګ ته به ئے راجمع کړى چه دَ سمندر دَ شګو په شان بے شماره دى. ۹نو هغوئ دَ مزکے په پلنوالى راوختل اَؤ دَ خُدائے دَ پاکانو ديره اَؤ دَ هغۀ محبُوب ښار ئے راګير کړو، خو له آسمان نه اور پرے نازل شو اَؤ هغوئ ئے تباه کړل. ۱۰اَؤ هغوئ له دوکه ورکوُونکے اِبليس دَ اور اَؤ ګُوګړو تالاب ته وغورزولے شو چرته چه ځنګلى ځناور اَؤ دروغژن نبى هم ورغورزولے شوے دے اَؤ هلته به په شپه اَؤ ورځ تل تر تله عذابولے شى.

دَ لوئے سپين تخت په وړاندے عدالت

۱۱بيا ما يو لوئے سپين تخت وليدو اَؤ يو سړے چه پاس پرے ناست وو، دَ هغۀ دَ مخ نه مزکه اَؤ آسمان وتښتيدل اَؤ غائب شول. ۱۲ما لوئے اَؤ واړۀ مړى دَ تخت دَ وړاندے ولاړ وليدل اَؤ کتابُونه پرانستلے شول. بيا يو بل کتاب پرانستلے شو، يعنے دَ ژوندُون کتاب. په دے کتابُونو کښے څۀ چه دَ مړو دَ عملُونو ليکلى وُو دَ هغے په مُطابق دَ هغوئ عدالت وشو. ۱۳سمندر خپل مړى چه په کښے وُو، ورکړل اَؤ مرګ اَؤ عالم ارواح په خپله قبضه کښے چه مړى وُو، ورکړل اَؤ دَ ټولو عدالت دَ هر چا دَ خپل عمل په مُطابق وشو. ۱۴بيا مرګ اَؤ عالم ارواح دَ اور تالاب ته وغورزولے شول، دَ اور تالاب دويم مرګ دے. ۱۵اَؤ په دے کښے هغه کسان وغورزولے شول، دَ چا نومُونه چه دَ ژوندُون په کتاب کښے درج نۀ وُو.