Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ له دې نه وروسته مې څلور فرښتې ولیدلې چې د ځمکې په څلورو کنجونو کې ولاړې وې او د څلور واړو بادونو مخه یې نیولې وه، ترڅو په ځمکه، بحر او یا په کومه ونه باندې ونه لګیږي. ۲ بیا ما بله فرښته ولیدله چې د لمرخاته خوا نه راپورته کېدله او د ژوندي خدای مهر ورسره ؤ او په لوړ اواز یې هغو څلورو فرښتو ته نارې ووهلې چې دا اختیار ورته ورکړل شوی ؤ چې ځمکې او بحر ته زیان ورسوي. ۳ هغې فرښتې وویل: «ترڅو پورې چې مونږ د خدای د خدمتګارانو په تندیو باندې مهر نه وي لګولی، تر هغې پورې ځمکې، بحر یا ونو ته زیان ونه رسوئ.» ۴ بیا مې واورېده چې د هغو کسانو شمېر چې په تندیو باندې یې مهر لګېدلی ؤ، ۱۴۴۰۰۰ تنه ؤ. هغوی د اسراییلو د ټولو قبیلو څخه وو.
۹ له دې وروسته مې وکتل او د خلکو یوه لویه ګڼهګوڼه مې ولیدله چې هېچا نه شو کولای هغه وشمېري. د ټولو ملتونو، قبیلو، قومونو او ژبو نه خلک د تخت په مخکې او د وري په وړاندې ولاړ وو. هغوی سپینې چپنې اغوستې وې او د خرما د ونو څانګې یې په لاس کې وې، ۱۰ او په لوړ اواز یې نارې وهلې: «زمونږ خلاصون د خدای له خوا دی چې په تخت باندې ناست دی او د وري له خوا دی.» ۱۱ ټولې فرښتې د تخت، د مشرانو او څلور اسماني موجوداتو ګردچاپېره ولاړې وې، او بیا د تخت په مخکې پړمخې پرېوتلې او د خدای عبادت یې وکړ ۱۲ هغوی ویل:
امین! ثنا او صفت او جلال
حکمت او شکرګزاري
عزت، قدرت او قوت دې وي
تل ترتله زمونږ د خدای، امین!
۱۳ بیا د مشرانو څخه یو تن زما څخه پوښتنه وکړه: «دا خلک چې سپینې چپنې یې اغوستې دي څوک دي او له کوم ځای نه راغلي دي؟» ۱۴ ما ځواب ورکړ: «ښاغلیه، ته پوهېږې.» بیا هغه راته وویل: «دا هغه کسان دي چې د سخت مصیبت څخه تېر شوي دي. هغوی خپلې چپنې د وري په وینو وینځلې او سپینې کړي دي.
۱۵ له دې امله دي ولاړ هغوی
د خدای د تخت په مخکې
او شپه او ورځ کوي خدمت د هغه کور کې
چې په تخت باندې ناست دی هغه څوک
په خپل شتون کې به پناه ورکړي هغوی ته
او کوي ساتنه به یې
۱۶ نور به هېڅکله نه وږي کیږي هغوی
او هم تږي کیږي به نه
زیان به ونه رسوي دوی ته
نه لمر او نه سوځوونکې ګرمي
۱۷ ځکه هغه وری چې دی د تخت په منځ کې
هغه به کړي د دوی شپونتوب
او د ژوندون د اوبو چینو ته به بیایي هغوی
او خدای به پاکې ټولې اوښکې کړي
د هغوی له سترګو څخه»