Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱ کله چې وري اووم مهر مات کړ، نو د نیم ساعت دپاره په اسمان کې کراره کراري وه. ۲ بیا ما اووه فرښتې ولیدلې چې د خدای په مخکې ولاړې وې او هغوی ته اووه سرني ورکړل شول. ۳ بیا یوه بله فرښته چې د خوشبویي د سوځولو د سرو زرو لوښی ورسره ؤ، راغله او د قربانۍ د ځای سره ودرېدله. هغې ته ډېره زیاته خوشبویي ورکړل شوه چې د خدای د خلکو په دعا سره یې د سرو زرو د قربانۍ په ځای باندې چې د تخت په مخکې وه، وړاندې کړي. ۴ د خوشبویۍ لوګی د خدای د خلکو په دعا سره د فرښتې د لاس نه پورته د خدای حضور ته لاړ. ۵ بیا فرښتې هغه د خوشبویۍ لوښی راواخیست او د قربانۍ د ځای د اور نه یې ډک کړ او په ځمکه یې راګوزار کړ. بیا د تندر غږ، غړمبار، برېښنا او زلزله راغله.
۶ بیا هغه اووه فرښتې چې اووه سرني ورسره وو، د سرنیو وهلو ته تیارې شولې. ۷ کله چې لومړنۍ فرښتې خپل سرنی وواهه، نو اور او ږلۍ د وینې سره په ځمکه راوورېدلې او د ځمکې درېمه برخه او د ونو درېمه برخه یې وسوځوله او ټول شنه واښه وسوځېدل.
۸ بیا دوهمې فرښتې خپل سرنی وواهه او لکه د یو لوی غره په شان یو شی چې اور ورباندې بل ؤ، بحر ته وغورځول شو او د بحر درېمه برخه په وینو بدله شوه. ۹ په بحر کې درېمه برخه ژوندي مخلوقات مړه شول او د کشتۍګانو درېمه برخه په بحر کې له منځه لاړلې.
۱۰ بیا درېمې فرښتې خپل سرنی وواهه نو د اسمان نه یو غټ ستوری چې د څراغ په شان بلېده، د سیندونو او چینو په درېمه برخه باندې راولوېد. ۱۱ د هغه ستوري نوم افسنتین دی چې د تریخوالي معنی لري او د اوبو درېمه برخه ترخې شوې او ډېر خلک د دې ترخو اوبو د څښلو له امله مړه شول.
۱۲ بیا څلورمې فرښتې خپل سرنی وواهه، نو د لمر، سپوږمۍ او ستورو درېمه برخه یې داسې ووهله چې د هغو درېمه برخه تیاره شوه او د ورځې د رڼا او د شپې د رڼا درېمه برخه له منځه لاړه.
۱۳ بیا مې کتل او د یو عقاب اواز مې واورېد چې په اسمان کې الوته او په لوړ اواز یې ویل: «بلا، بلا او بلا د ځمکې په اوسېدونکو باندې، ځکه چې اوس به درې نورې فرښتې خپل سرني ووهي.»