0:00 / 0:00

د یوحنا رسول مکاشفه

نهم فصل

۱ بیا پنځمې فرښتې خپل سرنی وواهه او ما یو ستوری ولیده چې د اسمان نه ځمکې ته راولوېد او هغه ستوري ته د ځمکې د تل د لارې کیلي ورکړل شوې وه. ۲ هغه په دې کیلي باندې د ځمکې د تل لاره خلاصه کړه او د هغې کندې نه د یو لوی داش د لوګي په شان لوګی راپورته شو او لمر او هوا د هغه داش د لوګي له امله تیاره شوه. ۳ بیا د لوګي نه ځمکې ته ملخان راووتل او هغوی ته لکه د لړمانو په شان قدرت ورکړل شو. ۴ هغوی ته وویل شول چې واښو، ونو او بوټو ته زیان ونه رسوي، بلکې یوازې هغو خلکو ته زیان ورسوي چې د هغو په تندیو باندې د خدای مهر نه وي لګېدلی. ۵ ملخانو ته اجازه ورکړل شوه چې هغه خلکو ته پنځه میاشتې عذاب ورکړي، داسې عذاب چې د لړم د چیچلو په شان وي، خو د هغوی د وژلو اجازه ورته نه وه ورکړل شوې. ۶ په هغو ورځو کې به دغه کسان مرګ وغواړي خو مرګ به ورته نه راځي. هغوی به د مرګ په ارمان وي، خو مرګ به ورڅخه تښتي.

۷ دا ملخان د هغو اسونو په شان ښکاره کېدل چې جنګ ته تیار وي. د هغوی په سرونو باندې د سرو زرو په شان تاجونه وو او مخونه یې د انسان د مخونو په شان وو. ۸ د هغوی ویښتان د ښځو د ویښتانو په شان وو او غاښونه یې د زمریو د غاښونو په شان وو. ۹ هغوی لکه د اوسپنې څخه جوړ شویو زغرو کالي اغوستې وو او د هغوی د وزرونو اواز د اسونو او ډېرو جنګي ګاډیو د غړمبار په شان ؤ چې د جنګ میدان ته ځغلي. ۱۰ د هغوی لکۍ‌ګانو لکه د لړمانو د لکیو په شان نېشونه لرل چې د دې قدرت یې درلود چې په خپلو لکۍ‌ګانو سره پنځه میاشتې خلک وځوروي. ۱۱ د هغوی پاچا یوه فرښته وه چې د ځمکې د تل د کندې مشره وه چې په عبراني ژبه کې د هغې نوم ابدون او په یوناني ژبه کې آپولیون ؤ چې معنی یې تباه کوونکې دی. ۱۲ یوه بلا تېره شوه او دوه نورې شته چې راتلونکې دي.

۱۳ بیا شپږمې فرښتې خپل سرنی وواهه او یو اواز مې واورېد چې د سرو زرو د قربانۍ د ځای د څلورو کونجونو څخه چې د خدای په حضور کې ؤ، راووت. ۱۴ هغه اواز شپږمې فرښتې ته چې سرنی ورسره ؤ، وویل: «د لوی فرات د سیند نه هغه څلور تړل شوې فرښتې ازادې کړه.» ۱۵ نو هغه څلور فرښتې ازادې شوې چې د درېمې برخې انسانانو د وژلو دپاره د دې کال، د دې میاشتې، د دې ورځې او د دې ساعت دپاره تیارې کړای شوې وې. ۱۶ ما د سپرو لښکرو شمېر واورېد چې دوه سوه میلیونه وو. ۱۷ ما په رویا کې اسونه او په هغو باندې سپاره کسان ولیدل. سپرو کسانو د اور په شان سرې، اسماني رنګه او د ګوګړو په شان زیړې زغرې اغوستې وې. د اسونو سرونه یې د زمریو د سرونو په شان وو او د خولې نه یې اور، لوګی او د ګوګړو لمبې راوتلې. ۱۸ د دې درېو بلاګانو یعنې اور، لوګي او ګوګړو په وسیله چې د هغوی د خولې نه راوتل، درېمه برخه انسانان مړه شول. ۱۹ ځکه چې د اسونو قوت د هغوی په خولو او لکۍ‌ګانو کې ؤ. د هغوی لکۍ‌ګانې د مارانو په شان وې چې په خپلو سرونو باندې یې خلک ټپي کول.

۲۰ پاتې انسانان چې د دې بلاګانو په وسیله نه وو وژل شوي، د خپلو عملونو نه توبه ونه ویستله او هغوی د پېریانو او بتانو د عبادت څخه لاس وانخیست چې د سرو زرو، سپینو زرو، برنجو، تیږو او لرګیو څخه جوړ شوي وو او نه یې شو کولای وویني، واوري او وګرځي. ۲۱ همدارنګه هغوی د قتل، جادوګرۍ، زناکارۍ او غلا نه توبه ونه ویستله.