0:00 / 0:00

دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

لسم باب

۱ورُوڼو! زما دَ زړۀ خوښه اَؤ دَ خُدائے نه دُعا ده چه زما خپل خلق خلاصُون ومُومى. ۲دَ خُدائے په حقله دَ هغوئ دَ جوش ګواهى کوم خو هغه يو غلط جوش دے. ۳ځکه چه هغوئ نۀ پيژنى چه خُدائے څنګه بنى آدم صادِقوى خو هغوئ په خپلو عملُونو سره دَ صادِق کيدلو کوشِش کوى، ځکه خو هغوئ دَ خُدائے دَ صداقت تابعدار شوى نۀ دى. ۴په مسيح دَ شريعت هدف انجام ته رسيدلے دے، دَ دے دَ پاره چه هر څوک چه پرے ايمان راؤړى، دَ خُدائے سره به صادِق وى.

دَ هر چا دَ پاره خلاصُون

۵دَ شرعى صداقت په باب کښے مُوسىٰ ليکلى دى چه :  ”هر څوک چه دَ شريعت په مُطابق داسے کوى نو هغه به په دے ژوندُون بيا مُومى.“ ۶خو کُوم صداقت چه په ايمان راځى صحيفه وائى چه :  ”ځان ته داسے مه وايه چه څوک پاس آسمان ته ختلے شى؟“ دَ دے دَ پاره چه مسيح لاندے راولى. ۷”اَؤ څوک لاندے تحت الثرىٰ ته تلے شى؟“ چه مسيح دَ مړو نه راپاڅوى. ۸خو هغه څۀ وائى؟ ”کلام درسره نزدے دے، دا ستا په شُونډو اَؤ ستا په زړۀ کښے دے.“ دا دَ ايمان کلام دے چه مُونږ ئے بيانوُو. ۹ځکه که ستا په خُلۀ دا اِقرار وى چه عيسىٰ مالِک دے اَؤ په زړۀ کښے دِ دا ايمان وى چه خُدائے هغه دَ مړو نه راپاڅولو نو تۀ به خلاصُون بيا مُومے. ۱۰ولے چه مُونږ په زړۀ سره ايمان راؤړو اَؤ خُدائے مُونږ صادِقوى، اَؤ په خُلۀ دا اِقرار کوُو نو خلاصُون به بيا مُومُو. ۱۱صحيفه وائى چه :  ”هر څوک چه په هغۀ ايمان لرى، هغه به شرمولے نۀ شى.“ ۱۲نو دلته په يهُودى اَؤ په غير يهُودى کښے هيڅ فرق نِشته ځکه چه هم دغه يو خُدائے دَ ټولو مالِک دے اَؤ دَ هر چا دَ پاره چه هغۀ ته زارى کوى، غنى دے. ۱۳لکه چه صحيفے وائى چه :  ”هر هغه څوک چه دَ مالِک په نُوم زارى کوى، هغه به خلاصُون بيا مُومى.“

۱۴نو په چا چه هغوئ ايمان نۀ لرى نو هغۀ ته به زارى څنګه وکړى؟ اَؤ دَ چا په باب کښے ئے چه څۀ آؤريدلى نۀ وى، په هغۀ به ايمان څنګه راؤړے شى؟ اَؤ څوک چه ورته وعظ ونۀ کړى نو څنګه به آؤرى؟ ۱۵اَؤ تر څو چه دَ دے کار دَ پاره ونۀ ليږلے شى نو هغه به وعظ څنګه وکړى؟ دا هغه څۀ دى چه صحيفے وائى چه :  ”دَ زيرى راوړُونکو قدمُونه څنګه ښکلى دى!“ ۱۶خو ټول دَ زيرى فرمانبردار نۀ شول لکه چه يشعياه وائى چه :  ”اَئے ربه! چا زمُونږ په زيرى يقين وکړو؟“ ۱۷اَؤ ايمان دَ زيرى په آؤريدلو پيدا کيږى اَؤ آؤريدل دَ مسيح په باب کښے دَ زيرى ورکولو نه.

۱۸خو زَۀ تپوس کوم چه آيا دا دوئ چرے هم آؤريدلى نۀ وُو؟ بے شکه چه آؤريدلى ئے وُو، څنګه چه ليکلى دى : 

”دَ هغوئ آواز په ټوله دُنيا کښے آؤريدلے شوے وو،

اَؤ دَ هغوئ کلام دَ دُنيا ټولو استوګنو

حدُونو پورے رسيدلے وو.“

۱۹خو زَۀ بيا تپوس کوم چه آيا بنى اِسرائيلو دا نۀ پيژندو؟ اول خو مُوسىٰ دا وائى چه

”دَ داسے خلقو په وسيله چه قوم ورته نۀ شى وئيلے

زَۀ به ستاسو غيرت راوپاروم،

اَؤ دَ کم عقل قوم په وسيله به مو قهر راولړزوم.“

۲۰خو يشعياه په نوره زړه ورتيا بيان کوى، هغه وائى چه : 

”زَۀ هغه چا ومُوندلم چا چه زما لټُون نۀ کولو،

اَؤ زَۀ هغه چا ته ښکاره څرګند کړے شوم

چا چه زما په باب کښے پوښتنه نۀ کوله.“

۲۱خو دَ بنى اِسرائيلو په حقله هغه وائى چه :  ”ټوله ورځ مے هغه خلقو ته لاسُونه اُوږدۀ کړل چه نافرمانه دى اَؤ چه مُخالفے خبرے کوى.“