0:00 / 0:00

دَ رُوميانو په نُوم دَ پولوس رسُول خط

يوولسم باب

دَ اِسرائيل بقيه

۱نو بيا زَۀ تپوس کوم چه آيا خُدائے خپل اُمت رد کړے دے څۀ؟ بلکل نه! ولے چه زَۀ هم بنى اِسرائيل يم دَ اِبراهيم دَ نسل نه يم اَؤ دَ بنيامين له خيل نه. ۲خُدائے خپل اُمت نۀ دے رد کړے چه پخوا ئے غوره کړے وو. تاسو خبر نۀ يئ چه صحيفے دَ اِلياس په حقله څۀ وائى؟ چه اِلياس څنګه دَ خُدائے سره دَ بنى اِسرائيلو په خلاف بحث کوى چه :  ۳”مالِکه! هغوئ ستا نبيان مړۀ کړى دى، ستا قُربانګاه ئے نړولے ده، اَؤ زَۀ يواځے پاتے شوے يم اَؤ هغوئ زما په ژوندُون پسے دى.“ ۴خو خُدائے هغۀ ته څۀ جواب ورکړو؟ ”ما ځان ته اُووۀ زره سړى ساتلى دى چه دروغجن خُدائے بعل ته په سجده شوى نۀ دى.“ ۵هم دغه شان په موجُوده وخت کښے يو بقايا ټولئے پاتے شوے دے چه دَ خُدائے په فضل غوره کړے شوے دے. ۶که چرے دا په فضل وى نو بيا دَ دے بُنياد په کړى عمل نۀ دے، اَؤ که نه، نو فضل بيا فضل پاتے نۀ شو.

۷نو بيا څۀ؟ اِسرائيلو چه څۀ لټول، هغه ئے ونۀ مُوندل بلکه څو غوره کړو ومُوندل، نور دَ خُدائے بلنے ته کاڼۀ شول. ۸هم دغه شان ليکلى شوى دى چه :  ”خُدائے ورله دَ پرکالئ رُوح ورکړو. هغۀ دوئ ته تر نن ورځے پورے داسے سترګے چه ليدلے نۀ شى اَؤ غوږُونه چه آؤريدلے نۀ شى، ورکړل.“ ۹اَؤ په دے رنګ داؤد وائى چه : 

”دَ هغوئ دسترخوان دِ جال اَؤ دام شى

چه هغوئ په خپله په کښے راګير شى.

۱۰دَ هغوئ په سترګو دِ داسے تيارے راشى

چه ليدے نۀ شى،

دَ هغوئ شا هر وخت ټيټه ساته.“

۱۱خو اوس زَۀ تپوس کوم، کله چه هغوئ تيندک وخوړلو نو هغوئ دَ تل دَ پاره پريوتل څۀ؟ نه، بيخى نه! بلکه دَ هغوئ دَ تيندک خوړلو په سبب غير يهُوديانو خلاصُون ومُوندو، نو په دے سبب يهُوديانو له هغوئ سره حسد وکړو. ۱۲خبره داسے ده، که دَ يهُوديانو قصُور دَ دُنيا دَ پاره دَ برکت وسيله وګرزولے شوه اَؤ دَ هغوئ پريوتل هم دَ غير يهُوديانو دَ پاره دَ برکت وسيله وګرزولے شوه نو په هغوئ کښے دَ بچ کوُونکو شمار پُوره کيدل به دَ څومره زيات برکت وسيله وى.

دَ غير يهُوديانو دَ پاره خلاصُون

۱۳خو زَۀ تاسو غير يهُوديانو ته څۀ خبرے کول غواړم. زَۀ دَ غير يهُوديانو رسُول يم اَؤ دَ خپل خدمت لوئى بيانوم، ۱۴چه دغه شان زَۀ په خپل قوم کښے غيرت پيدا کړم چه په هغوئ کښے ځنے خلاصُون ومُومى. ۱۵ځکه چه که دَ هغوئ رد کيدل دَ دُنيا پُخلا کيدل شول نو دَ هغوئ بيا قبليدل به مړو ته دَ ژوندُون نه څۀ کم نۀ وى؟ ۱۶که چرے دا دَ اوړو اولنئ پيړه پاکه وه نو نور اوړۀ به هم پاک وى اَؤ که چرے بيخ پاک وى نو څانګے به هم پاکے وى. ۱۷خو که چرے دَ ښونۀ ځنے څانګے پريکړے شوى وى، اَؤ تۀ چه ځنګلى ښون وے، په هغه ونه کښے پيوند کړے شوے وے اَؤ دَ هغۀ په غوړو جرړو کښے شريک شوے، ۱۸نو خپل ځان دَ هغه څانګو نه ښۀ مه ګڼه. که چرے ته داسے کوے نو ياد لره چه دا تۀ نه يئے چه بيخ له وده ورکوے بلکه دا بيخ دے چه تۀ پرے پائے. ۱۹تۀ به وايئے چه ”څانګے دَ دے دَ پاره پريکړے شوے چه زَۀ په کښے پيوند کړے شم.“ ۲۰ستا خبره په ځائے ده، هغوئ په دے وجه پريکړے شوے چه ايمان ئے نۀ راؤړو اَؤ دَ ايمان دَ مخه تا خپل ځائے نيولے دے. نو فخر مه کوه بلکه ويريږه. ۲۱ځکه که چرے خُدائے اصلى څانګے پرے نۀ ښولے نو هغه به تا هم معاف نۀ کړى. ۲۲دَ خُدائے دَ رحم اَؤ دَ غضب خيال ساته، غضب په هغه چا څوک چه پريوتى دى اَؤ مهربانى په تا که چرے تۀ دَ هغۀ په رحم کښے اوسے، ګنى تۀ به هم پريکړے شے. ۲۳اَؤ که چرے يهُوديان دَ ايمان نه نور رُوګردانه نۀ وى نو هغوئ به بيا پيوند کړے شى، ځکه چه دا دَ خدائے په طاقت کښے ده چه هغوئ بيا پيوند کړى. ۲۴ځکه چه که چرے تۀ دَ خپل ځنګلى ښونۀ دَ ونے نه راپريکړے شوے اَؤ دَ خپل فطرت بر خلاف دَ اصلى ښونۀ سره پيوند شوے نو هغوئ به څومره په آسانه پيوند شى کُومے چه دَ ښونۀ خپلے څانګے دى.

دَ خُدائے رحم دَ ټولو دَ پاره

۲۵زما ورُوڼو! دا ځکه چه دلته يو پټ حقيقت دے کُوم چه زَۀ غواړم چه تاسو ته ئے څرګند کړم، دَ دے دَ پاره چه تاسو ځان بے ځايه عقلمند ونۀ ګڼئ، اَؤ هغه دا دے چه دَ اِسرائيل يوه برخه به تر هغے سخته وى تر څو چه غير قومُونه پُوره پُوره په دے کښے داخل شوى نۀ وى. ۲۶اَؤ هر کله چه دا تر سره شى نو ټول اِسرائيل به دَ صحيفو دَ دے وعدے په مُطابق خلاصُون بيا مُومى چه : 

”خلاصوُونکے به دَ صيون نه راپورته شى.

هغه به دَ يعقُوب دَ نسل نه بے دينى لرے کړى.

۲۷اَؤ دا هغه وعده ده چه زَۀ به ئے دَ هغوئ سره کوم.

کله چه دَ هغوئ ګُناهُونه لرے کړم.“

۲۸دَ زيرى دَ مُخالفت په وجه خو هغوئ ستاسو دَ خاطره دَ خُدائے دُښمنان دى خو دَ خُدائے دَ غوره والى په وجه هغوئ دَ خپلو نيکُونو دَ مخه په هغۀ ګران دى ۲۹ځکه چه دَ خُدائے نعمتُونه اَؤ دَ هغۀ بلنه بدليدے نۀ شى. ۳۰اَؤ لکه څرنګه چه مخکښے تاسو دَ خُدائے نافرمانه وئ اَؤ اوس چه دَ هغۀ رحم دَ هغوئ دَ نافرمانئ دَ کبله په تاسو شوے دے. ۳۱نو اوس چه تاسو رحم مُومئ، هغوئ نافرمانى کوى چه په هغوئ هم رحم وشى. ۳۲ځکه خُدائے ټول بنى آدم په نافرمانئ کښے پريښول چه په ټولو باندے رحم وکړى.

خُدائے ته ثنا

۳۳واه! دَ خُدائے دولت، عِلم اَؤ پوهه څومره بے پايانه ده، اَؤ دَ هغۀ اِنصاف څومره دَ اِدراک نه بهر دے اَؤ دَ هغۀ لارے څومره نا آشنا دى!

۳۴”دَ خُدائے په اِراده څوک پوهيدے شى؟

څوک دَ هغۀ صلاح کار شو؟

۳۵اَؤ چا هغۀ ته چرے دَ دے دَ پاره څۀ ورکړى دى

چه دَ هغۀ نه هم څۀ واخلى؟“

۳۶دا ټول څيزُونه خُدائے پيدا کړى دى اَؤ دا ټول څيزُونه دَ هغۀ په وسيله اَؤ دَ هغۀ دَ پاره په وجُود کښے دى. دَ هغۀ ثنا دِ تل تر تله وى! آمين.