د روميانو په نوم د پولوس رسول خط

پينځلسم باب

ځان نه بلکې نور خلق خوشحالوئ

۱ غرض دا چې مونږ چې په ايمان کښې مضبوط يُو، په کار دے چې د کمزورو کمزورتيا برداشت کړو، نه چې په خپله خوشحالۍ کښې مشغول يُو. ۲ مونږ کښې دې هر يو خپل ګاونډى خوشحاله ساتى د دې مقصد دپاره چې د هغۀ ايمان مضبوط شى. ۳ ځکه چې مسيح هم خپل ځان خوشحاله کړے نۀ وو بلکې دا ليکلے شوى دى چې، ”څوک چې ستاسو بې‌عزتى کوى د هغوئ بې‌عزتى په ما راغله.“ ۴ ځکه چې کومې خبرې چې وړاندې په صحيفو کښې ليکلے شوى دى، هغه زمونږ د هدايت دپاره ليکل شوى دى، نو چې د صبر او د کِتابِ مقدس د تسلۍ د خبرو نه مونږ څۀ اُميد ولرو. ۵ او خُدائ پاک چې د صبر او د تسلۍ سرچينه دے، هغه دې تاسو له دا توفيق درکړى چې د عيسىٰ مسيح په مطابق په خپلو کښې سره يو زړۀ شئ او يو ځائ ژوند وکړئ، ۶ نو چې تاسو په يو زړۀ او يو آواز سره د خُدائ پاک، زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح د پلار لوئى بيان کړئ.

د يهوديانو او د غېر‌يهوديانو دپاره زيرے

۷ نو بيا څنګه چې مسيح د خُدائ پاک د جلال دپاره ستاسو هرکلے وکړو، هم دغسې تاسو هم د يو بل هرکلے کوئ. ۸ ځکه زۀ تاسو ته دا وايم چې مسيح د خُدائ پاک د رښتينوالى د ثابتولو دپاره د يهوديانو خادِم شو، د دې دپاره چې هغه وعدې پوره کړى کومې چې زمونږ د پلار نيکونو سره شوى دى ۹ او د دې دپاره چې غېر‌يهوديان هم د رحم په سبب د خُدائ پاک ثنا ووائى لکه څنګه چې ليکلى دى چې، ”هم په دې وجه به زۀ په غېر‌يهوديانو کښې ستا اِقرار کومه او ستا د نوم سرودونه به وايم.“ ۱۰ او هغه بيا فرمائى چې، ”اے غېر‌يهوديانو. د هغۀ د اُمت سره خوشحالى وکړئ.“ ۱۱ او بيا فرمائى، ”اے ټولو غېر‌يهوديانو، د مالِک خُدائ ثنا ووايئ، او ټول اُمتونه دې د هغۀ ثناء صِفت بيان کړى.“ ۱۲ او بيا يشعياه وائى چې، ”د يَسى د جرړې نه راټوکېدلې څانګه به راځى، يعنې هغه سړے چې په غېر‌يهوديانو به حکومت کولو له راوچت شى، په هغۀ کښې به غېر يهوديان اُميد ساتى.“ ۱۳ خُدائ پاک چې د اُميد سرچينه دے، هغه دې تاسو د خپل ايمان په وسيله د هرې خوشحالۍ او سلامتۍ نه ډک کړى، نو چې د روحُ القُدس په قدرت سره ستاسو اُميد هم په مخه زياتيږى.

په زړۀ ورتيا سره د پولوس رسول د ليکلو وجه

۱۴ اے زما وروڼو او خوېندو، زما په خپله هم ستاسو په حقله دا پوخ يقين دے چې تاسو په خپله د نېکۍ نه ډک او په عِلم پوره يئ او يو بل ته د هدايت کولو هم قابل يئ. ۱۵ نو ما هم په بعضې نقطو کښې زيات په زړۀ ورتيا سره د دې يادګيرنې په طور دا تاسو ته وليکل د هغه فضل په وجه چې خُدائ پاک ما ته راکړے دے ۱۶ چې زۀ غېر‌يهوديانو ته د عيسىٰ مسيح خادِم شم او د خُدائ پاک د کلام لکه د اِمام په شان خِدمت وکړم، او چې د غېر‌يهوديانو نذرانې خُدائ ته قبولې شى او د روحُ القُدس په وسيله مقدسې شى. ۱۷ نو ځکه زۀ په عيسىٰ مسيح کښې د خُدائ پاک دپاره په خپل خِدمت فخر کوم. ۱۸ ځکه چې زۀ د هغه خبرو کولو جرأت نۀ شم کولے بغېر د هغه نه چې مسيح زما په وسيله پوره کړى دى، د دې دپاره چې زۀ غېر‌يهوديان په خپل قول او عمل باندې د خُدائ پاک تابع کړم. ۱۹ د نښو او معجزو په قدرت او د خُدائ پاک د روحُ القُدس په طاقت سره هغوئ مطمئن شُو. نو دغه شان ما د يروشلم نه تر اِلريکوم پورې د مسيح زيرے پوره پوره خور کړو. ۲۰ او هم دغه زما آرزو ده چې هلته دا زيرے ورسوم چرته چې د مسيح نوم نۀ دے اورېدلے شوے، نو چې زۀ د بل چا په بنياد آبادى ونۀ کړم. ۲۱ بلکې څنګه چې ليکلے شوى دى چې، ”چا ته چې د هغۀ په حقله څۀ نۀ دى وئيلے شوى، هغوئ به ووينى، او چا چې د هغۀ په حقله نۀ دى اورېدلى، هغوئ به پوهه شى.“

د پولوس رسول روم ته د تلو اراده

۲۲ هم دغه وجه ده چې زۀ تاسو ته د بار بار راتلو نه ايسار وم. ۲۳ خو اوس په هغه مُلکونو کښې زما نور حاجت نشته او زۀ د ډېرو کالونو راسې تاسو له د راتلو ليواله وم. ۲۴ کله چې زۀ اسپانيه ته ځم نو په لاره به تاسو ته هم درځم ځکه چې زما دا اُميد دے چې په خپل دې سفر کښې به تاسو سره ملاقات کوم، او چې تاسو سره په څۀ موده تېرولو مې زړۀ موړ شى نو بيا به مې تاسو هغه طرف ته رُخصت کړئ. ۲۵ خو اوس زۀ د مقدسينو د امداد دپاره يروشلم ته ځم. ۲۶ ځکه چې د مِکدونيه او د اخيه خلقو د زړۀ د اخلاصه د يروشلم د غريبو مقدسينو دپاره چنده کړې ده. ۲۷ هغوئ دا چنده په خوشحالۍ سره کړې ده ځکه چې هغوئ خپل ځان د دوئ قرضدار ګڼلو. ځکه چې غېر‌يهوديانو ته د زيرى روحانى برکتونه د يروشلم د ايماندارانو نه مِلاو شوى وُو نو هغوئ دا ضرورى وګڼله چې په مالى توګه د هغوئ مدد وکړى. ۲۸ نو کله چې زۀ دا خِدمت پوره کړم او هغه پېسې هغوئ ته حواله کړم څۀ چې راغونډې شوې دى نو بيا به زۀ ستاسو په لار اسپانيه ته ځم. ۲۹ او ما ته پته ده چې کله زۀ تاسو ته درځم نو د عيسىٰ مسيح پوره برکت به دروړم. ۳۰ او اے وروڼو او خوېندو، زۀ د عيسىٰ مسيح په وسيله څوک چې زمونږ مالِک دے او د روح د مينې په وسيله په تاسو زور راوړم چې زما دپاره د خُدائ پاک نه په دُعا غوښتو کښې ما سره يو ځائ شئ، ۳۱ چې زۀ د يهوديه د بې‌ايمانانو نه بچ شم او چې زما هغه امداد چې د يروشلم د ايماندارانو دپاره دے قبول کړى. ۳۲ نو د دې نه پس به بيا د خُدائ پاک په مرضۍ سره او ښۀ په خوشحالۍ تاسو ته درشم او تاسو سره به دمه وکړم. ۳۳ خُدائ پاک چې د سلامتۍ سر چينه دے، هغه دې تاسو ټولو سره وى. آمين.