Next chapter

د روميانو په نوم د پولوس رسول خط

شپاړسم باب

د پولوس رسول شخصى سلام

۱ زۀ تاسو ته د فيبے چې زمونږ خور او د کِنخريه د جماعت خِدمتګاره ده، سفارش کوم، ۲ تاسو د هغې د مالِک په يووالى کښې داسې هرکلے وکړئ لکه څنګه عزت چې مقدسينو ته په کار وى. څۀ چې د هغې ضرورت وى ورسره مدد کوئ، ځکه چې هغې ما سره سره د نورو ډېرو خلقو هم مدد کړے دے. ۳ پرسکله او اکوله ته مې سلام وايئ، هغوئ د عيسىٰ مسيح په خِدمت کښې زما ملګرى وُو. ۴ هغوئ زما دپاره خپل ځانونه په خطره کښې هم واچول او نۀ صرف زۀ بلکې د غېر‌يهوديانو ټول جماعتونه د هغوئ شُکر ګزارى کوى. ۵ هغه جماعت ته مې هم سلام وايئ چې د هغوئ په کور کښې راټوليږى. ګران اِپينتوس ته هم زما سلام وايئ چې په آسيه کښې د مسيح اول ايماندار دے. ۶ مريم ته مې سلام کوئ، چا چې ستاسو دپاره ډېر محنت کړے دے. ۷ اندرونيکوس او يونياس ته مې سلام وايئ، هغوئ زما عزيزان دى او ما سره په قېدخانه کښې وُو. هغوئ په رسولانو کښې مشهور دى او زما نه مخکښې يې په مسيح ايمان راوړے وو. ۸ امپلياطوس ته مې سلام وايئ چې د مالِک د خاطره په ما ګران دے. ۹ اوربانوس ته مې سلام وايئ چې د مسيح په خِدمت کښې زمونږ ملګرے دے، او په ما ګران ستاخوس ته هم سلام وايئ. ۱۰ اپىليس ته مې سلام وايئ چې په مسيح کښې آزمائيلے شوے دے او د اريستوبولوس د کور خلقو ته مې سلام وايئ. ۱۱ زما عزيز هيروديون ته سلام ووايئ او د نرکس د کور هغه خلقو ته هم سلام ووايئ چې د مالِک سره يووالے لرى. ۱۲ ترفينه او ترفوسه ته سلام وايئ چې د مالِک په خِدمت کښې زما ملګرى دى او هم ګرانې پرِسس ته سلام وايئ چا چې د مالِک په کار کښې ډېره خوارى کړې ده. ۱۳ روفوس ته سلام وايئ چې د مالِک غوره شوے دے او د هغۀ مور ته چې زۀ يې هم مور ګڼم، سلام وايئ. ۱۴ اَسنکريتوس، فليګون، هِرميس، پتروباس، هِرماس او هغو وروڼو او خوېندو ته چې د هغوئ ملګرى دى، سلام وايئ. ۱۵ فيلولوګوس، يوليه، نيريوس او د هغۀ خور او اُلمپاس او ټولو مقدسينو ته چې د هغوئ سره دى سلام وايئ. ۱۶ په خپلو کښې په پاکې مينې سره يو بل ته سلام ووايئ، د مسيح ټول جماعتونه درته سلام وائى.

آخرى هدايات

۱۷ نو اوس اے وروڼو او خوېندو، زۀ تاسو ته دا منت کوم چې کوم خلق د هغه تعليم خلاف چې تاسو حاصل کړے دے، د بې‌اتفاقۍ او تيندک خوړلو سبب کيږى، په هغوئ نظر ساتئ او ځان ترې ساتئ. ۱۸ ځکه چې داسې خلق زمونږ د مالِک مسيح خِدمت نۀ کوى بلکې د خپل مفاد خِدمت کوى او په نرمو او خوږو خبرو ساده خلق دوکه کوى. ۱۹ ځکه چې ستاسو فرمانبردارى په ټولو خلقو کښې مشهوره ده، نو ځکه زۀ په تاسو خوشحاله يم او زۀ غواړم چې تاسو په نېکۍ کښې هوښياران شئ او په بدۍ کښې بې‌ګناه شئ. ۲۰ خُدائ پاک چې د سلامتۍ سرچينه دے، هغه به ډېر زر شېطان ستاسو د پښو لاندې چخڼى کړى. زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو سره وى. ۲۱ زما د خِدمت ملګرے تيموتيوس او هم دغسې زما عزيزان لوکيوس، ياسون او سوسيپطرس تاسو ته سلام وائى. ۲۲ زۀ ترتيوس د دې خط ليکونکے تاسو ته هم په مالِک کښې سلام وايم. ۲۳ ګايوس چې زما او د ټول جماعت کوربه دے، تاسو ته سلام وائى، اِراستوس د ښار خزانچى او زمونږ ورور کوارتوس تاسو ته سلام وائى. ۲۴ زمونږ د مالِک عيسىٰ مسيح فضل دې تاسو ټولو سره وى. آمين.

آخرى دُعا

۲۵ اوس دې ټوله لوئى خُدائ پاک ته وى. څوک چې تاسو په ايمان کښې مضبوطولے شى، زما زيرے د عيسىٰ مسيح په حقله چې تاسو ته بيان کوم د هغه کشف په مطابق کوم راز چې د ډيرې مودې نه پټ ساتلے شوے وو، ۲۶ خو اوس څرګند کړے شو، او ازلى خُدائ پاک د نبيانو د کلام په وسيله هغه ښکاره کړے دے د دې دپاره چې د هغۀ د حُکم په مطابق ټول غېر‌يهوديان د ايمان راوړلو سره د هغۀ تابع شى. ۲۷ د هغه واحد خُدائ پاک چې په هر څۀ پوهيږى، جلال دې د عيسىٰ مسيح په وسيله تل تر تله وى. آمين.

Next chapter