Copyright © 2015-2025 Afghan Bibles. All rights reserved
۱-۲ په هغه زمانه کې کله چې قاضیانو په اسراییلو باندې حکومت کاوه، یو سړی چې الیملک نومېده او د افراتې د طایفې څخه ؤ، د یهودا د سیمې د بیت لحم په ښار کې اوسېده. د هغه ښځه نعومي نومېدله او دوه زامن یې محلون او کیلون وو. خو کله چې په هغه وطن کې قحطي راغله، دوی د موآب هېواد په لور کډه وکړه چې هلته واوسیږي. هغه وخت چې دوی هلته وو، ۳ الیملک مړ شو او نعومي د خپلو دوو زامنو سره یوازې پاتې شوه. ۴ وروسته د نعومي زامنو موآبي ښځې وکړې. د یوې نوم عرفه او د بلې نوم روت ؤ. وروسته له هغې چې هغوی هلته نژدې لس کاله اوسېدل، ۵ محلون او کیلون هم مړه شول. نو اوس نعومي مېړه او زامن دواړه نه درلودل.
۶-۷ کله چې نعومي واورېدل چې څښتن خپلو خلکو ته په ښو فصلونو سره برکت ورکړ، هغې د خپلو انږورګانو سره تیاری ونیوه چې موآب پرېږدي او د یهودا خاورې ته لاړه شي. هغه وخت چې دوی په خپله لار روانې وې ۸ نعومي خپلو دواړو انږورګانو ته وویل: «ځئ هره یوه د خپلو میندو کورونو ته لاړې شئ، زما څښتن دې په تاسو مهربانه شي لکه څنګه چې تاسو په ما او زما په مړو زامنو باندې مهرباني وکړه. ۹ خدای دې تاسو هرې یوې ته بل مېړه او کور درکړي.» نعومي دوی ښکل کړې. هغوی په لوړ اواز سره وژړل ۱۰ او ویې ویل: «نه، مونږ غواړو چې ستا سره لاړې شو او ستا د خلکو په منځ کې واوسو.» ۱۱ خو نعومي په ځواب کې وویل: «زما لورګانو، تاسو ولې خپلو کورونو ته نه ستنېږئ؟ زما سره ستاسو تګ تاسو ته څه ګټه رسوي؟ تاسو فکر کوئ چې زه به نور زامن راوړم، ترڅو د هغوی سره تاسو ودونه وکړئ؟ ۱۲ بېرته کور ته لاړې شئ زما لورګانو، ځکه چې زه ډېره زړه یم او بیا د واده کولو وړ نه یم. حتی که چېرې زه نن شپه هم واده شم او زامن وزېږوم، ۱۳ نو ایا تاسو به هغوی ته صبر وکړئ چې هغوی ځلمیان شي او تاسو سره واده وکړي؟ نه، زما لورګانو! ژوند زما دپاره ستاسو په پرتله ډېر سخت دی، ځکه چې څښتن اوس په ما دا سخته راوستې ده.» ۱۴ دوی بیا وژړل او عرفې خپله خواښې د خدای پامانۍ په وخت کې ښکل کړه، خو روت د هغې لمن پرېنښودله.
۱۵ نعومي بیا روت ته وویل: «ګوره ستا یور بېرته خپلو خلکو او خپل خدای ته ځي! ته ولې هغې سره نه ځې؟» ۱۶ روت په ځواب کې وویل: «ماته مه وایه چې تا پرېږدم او کور ته ستنه شم! زه به هلته ځم چېرته چې ته ځې او زه به هلته اوسېږم چېرته چې ته اوسېږې. ستا خلک به زما خلک وي او ستا خدای به زما خدای وي. ۱۷ زه به هلته مړه کېږم چېرته چې ته مړه کېږې او هلته به ښخېږم. څښتن دې ماته د ټولو نه درنده سزا راکړي که چېرې د مرګ نه پرته سره بېل شو.»
۱۸ کله چې نعومي ولیدل چې روت کلکه اراده کړې چې د هغې سره لاړه شي، نو نعومي هغه نوره مجبوره نه کړه چې بېرته موآب ته لاړه شي. ۱۹ هغوی دواړه بیت لحم ته ورسېدلې او د ټول ښار خلک خوشحاله شول او ښځو د یو بل څخه وپوښتل: «ایا دا په رښتیا نعومي ده؟» ۲۰ بیا هغې دوی ته وویل: «له دې وروسته ما نعومي مه بولئ! ما ماره بولئ، ځکه چې مطلق قادر خدای زما ژوند تریخ کړی دی. ۲۱ کله چې زه لاړم نو ما هرڅه درلودل، خو څښتن زه بېرته تش لاس راوستلې یم. څنګه تاسو کولای شئ بیاهم ما نعومي وبولئ؟ اوس مطلق قادر څښتن زما په ضد شوی دی او زما ژوند یې ډېر سخت کړی دی.»
۲۲ نو په دې ډول نعومي د خپلې موآبي انږور سره د موآب څخه بېرته راغله. دوی په داسې حال کې بیت لحم ته راورسېدلې چې د اوربشو لو په پیل کېدلو ؤ.