Copyright © 2015-2026 Afghan Bibles. All rights reserved
د سلیمان ښکلي غزلونه
شپږم فصل
د اورشلیم پېغلې
۱ ای په ټولو پېغلو کې ښکلې پېغلې
جانان دې چېرته تللی؟
په کومه لاره تللی؟
چې لاړ شو تا سره او ولټوو هغه
معشوقه
۲ زما جانان راغلی ما ته یعنې خپل باغ ته
هغه ځای ته چې شنه کیږي د عطرو بوټي
چې وڅروي خپله رمه په باغ کې
او ترې راټول کړي د لاله ګلونه
۳ جانان زما او زه د جانان یم
څروي هغه خپله رمه د لاله ګلانو منځ کې
پنځم غزل: د عاشق او معشوقې صفت یو او بل ته
عاشق
۴ ته یې ښکلې لکه ترصه د ښار په شان
او یې ښکلی د اورشلیم په شان
داسې شانداره یې ته چې وي
لښکر د بیرغونو سره
۵ سترګې دې واړوه له ما نه
لېونی کړی یمه ستا سترګو
ستا ویښتان وهي څپې لکه رمه د تورو وزو
چې راکوزیږي د جلعاد د غره نه
۶ ستا غاښونه دي د سپینو مېږو په شان
چې وینځل شوي وي تازه
هر یو غاښ دې دی جوړه د بل یو غاښ سره
یو یې هم نه دی ورک
۷ ستا اننګي دي د سرو انارو په شان
چې ښکاري ستا د ټیکري لاندې نه
۸ په شپېتو ملکو او اتیا وینځو کې
او بېشمېره پېغلو کې
۹ زه خوښوم خپله کوتره چې کامله او بېمثاله ده
چې ډېره خوښه ده د خپلې مور سره
په هغه چا ده ګرانه چې زېږولې یې ده
کله چې پېغلې ویني هغه نو مبارکه یې ګڼي
ملکې او وینځې هم کوي ستاینه د هغې او وایي
۱۰ هغه څوک ده چې ځلیږي په شان لکه د سهار رڼا
لکه سپوږمۍ په شان ښکلې او د لمر په شان ځلیږي
ده شانداره هغه داسې چې وي لښکر د بیرغونو سره؟
معشوقه
۱۱ زه د چارمغزو باغ ته لاړمه
چې ووینم نوي شنه بوټي په دره کې
او ووینم ایا انګورو دي نیولې غوټۍ
چې انارو دي نیولي ګلان او که نه
۱۲ زه له هیجانه رپېدلم
لکه سپره چې یمه شاهي ګاډۍ کې
د اورشلیم پېغلې
۱۳ بېرته راشه او راشه بېرته ای د شولم د کلي پېغلې
بېرته راشه او راشه بېرته چې مونږ دې وګورو بیا
معشوقه
ولې ګورئ ما ته د شولم پېغلې ته
چې کړم ګډا د نورو خلکو سره؟