Previous chapter

د زکریا نبي کتاب

لومړی فصل

څښتن خپل قوم ته بلنه ورکوي چې د هغه خواته راوګرځي

۱ د فارس د پاچا داریوش د پاچاهۍ د دوهم کال په اتمه میاشت څښتن زکریا ته چې د برکیا زوی او د عیدو لمسی ؤ، دا پیغام ورکړ. ۲ څښتن زکریا ته وویل چې خلکو ته داسې ووایه: «زه څښتن ستاسو نیکونو ته ډېر په قهر وم، ۳ خو اوس تاسو ته وایم چې زما خواته راوګرځئ، نو زه مطلق قادر څښتن به ستاسو خواته دروګرځم. ۴ د خپلو نیکونو په شان مه اوسئ. پخوا به پیغمبرانو هغوی ته زما پیغام ورکاوه او ورته ویل به یې چې مطلق قادر څښتن داسې وایي چې د بدو لارو څخه راوګرځئ او د بدو کارونو نه لاس واخلئ. خو هغوی زما خبرو ته غوږ نه نیوه او زما خبرو ته یې پام نه کاوه. څښتن داسې ویلي دي. ۵ ستاسو نیکونه چېرته دي؟ ایا پیغمبران به د تل دپاره ژوندي وي؟ ۶ ما د خپلو خدمتګارانو یعنې پیغمبرانو په وسیله هغوی ته حکمونه او خبردارۍ ورکولې، خو هغوی یې پروا نه ساتله او نتیجه یې دا وه چې هغوی به کړېدل. نو هغوی توبه وویستله او ویې ویل: ‹مطلق قادر څښتن مونږ ته د خپلو عملونو سزا راکړه او لکه څنګه چې هغه پرېکړه کړې وه، هغه یې سرته ورسوله.›»

د اس سوارانو رویا

۷ د داریوش د پاچاهۍ په دوهم کال د یوولسمې میاشتې په څلورویشتمه ورځ د شباط په میاشت څښتن زکریا ته چې د برکیا زوی او د عیدو لمسي دی، یو بل پیغام ورکړ. ۸ ما د شپې یوه رویا ولیدله چې هلته یو څوک ؤ چې په سور اس باندې سپور ؤ. هغه په یوه دره کې د آس د ونو په منځ کې ولاړ ؤ او د هغه شاته نور سره، برګ او سپین اسونه ولاړ وو. ۹ هلته یوه بله فرښته ولاړه وه چې زما سره یې خبرې کولې او ما ورڅخه پوښتنه وکړه: «ای صاحبه، دا اسونه د څه دپاره دي؟ هغې په ځواب کې راته وویل: «زه به یې درته وښایم چې دا د څه دپاره دي.» ۱۰ نو هغه سړي چې د هغو ونو په منځ کې ولاړ ؤ، ما ته وویل چې څښتن هغوی د دې دپاره رالېږلي دي چې لاړ شي او په ټوله دنیا کې وګرځي او وګوري چې څه کیږي.»

۱۱ نو هغوی د څښتن فرښتې ته چې د آس د ونو په منځ کې ولاړه وه، راپور ورکړ: «مونږ په ټوله نړۍ کې وګرځېدلو او ومو لیدل چې په ټوله نړۍ کې ارامي ده.» ۱۲ بیا د څښتن فرښتې وویل: «ای مطلق قادر څښتنه، اویا کاله کیږي چې ته په اورشلیم او د یهودا په ښارونو باندې په قهر یې. نور به ترڅو پورې په هغوی باندې رحم نه کوې؟»

۱۳ څښتن د مهربانۍ او تسلۍ په خبرو سره فرښتې ته ځواب ورکړ. ۱۴ بیا فرښتې ما ته وویل چې مطلق قادر څښتن چې څه ویلي دي، هغه خلکو ته اعلان کړه: «زه په اورشلیم یعنې خپل سپېڅلي ښار باندې غیرت کوم، ۱۵ او زه په هغو قومونو باندې چې په ارامۍ او سوله کې ژوند کوي، ډېر په قهر یم. زه په خپل قوم باندې لږ په قهر وم، خو د هغو قومونو خلکو زما په خلکو باندې ډېر ظلم وکړ. ۱۶ نو زه بېرته اورشلیم ته راغلم چې په دې ښار باندې رحم وکړم او هلته به زما کور بیا اباد شي. د اورشلیم د بیا رغونې دپاره د هغه اندازه واخیستل شي.» مطلق قادر څښتن داسې ویلي دي.

۱۷ فرښتې دا هم راته وویل چې دا اعلان وکړم: «مطلق قادر څښتن داسې وایي چې دا ښارونه به یوځل بیا نېکمرغه شي او څښتن به یوځل بیا صهیون ته تسلي ورکړي او یوځل بیا به اورشلیم د خپل ښار په توګه غوره کړي.»

د ښکرونو او اهنګرانو په هکله رویا

۱۸ په بله رویا کې ما څلور ښکرونه ولیدل. ۱۹ ما د هغې فرښتې نه چې زما سره یې خبرې کولې، پوښتنه وکړه: «د دې ښکرونو معنی څه ده؟ هغې ځواب راکړ: «دا د دنیا قدرتونه دي چې د یهودا، اسراییلو او اورشلیم خلک یې خواره واره کړي دي.»

۲۰ بیا څښتن ما ته څلور اهنګران راوښودل. ۲۱ ما پوښتنه وکړه: «هغوی د څه دپاره راغلي دي؟» هغه ځواب راکړ: «هغوی د هغو قومونو د وېرولو او رانسکورولو دپاره راغلي دي چې د یهودا وطن یې ویجاړ کړی او خلک یې ورته خواره واره کړي دي.»

Previous chapter